اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې ګېټس فاٶنډېشن د پوليو خاتمې، صحت، غذائيت، مالياتي شموليت او د ټولنې د بې وځله طبقو خېرښګړې لپاره د قدر وړ كردار لوبوي، د حکومت او ګېټس فاٶنډيشن د مشتركه هلو ځلو په نتيجه كښې ډيجيټل ادائيګۍ زياتېږي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف …
وزيراعظم سره د ګېټس فاٶنډېشن پلاوي وليدل، ګېټس فاٶنډېشن د پوليو خاتمې، صحت، غذائيت، مالياتي شموليت او د ټولنې د بې وځله طبقو خېرښګړې لپاره د قدر وړ كردار لوبوي: وزيراعظم شهباز شريف
اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې ګېټس فاٶنډېشن د پوليو خاتمې، صحت، غذائيت، مالياتي شموليت او د ټولنې د بې وځله طبقو خېرښګړې لپاره د قدر وړ كردار لوبوي، د حکومت او ګېټس فاٶنډيشن د مشتركه هلو ځلو په نتيجه كښې ډيجيټل ادائيګۍ زياتېږي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د ګېټس فاٶنډېشن پلاوي په اسلام آباد كښې ليدلي٬ په پلاوي كښې د ګيټس فاٶنډيشن نمائندګان کلپنا کوچر او انيتا زيدي شاملې وې۔ وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان د پرمختيائي چېلنجز په مهال د ګېټس فاٶنډيشن د پرله پسې معاونت او همكارۍ ستائنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل چې پاکستان د پوليو د بشپړه خاتمې مشتركه هدف ترلاسه كولو عزم لري، د پوليو خاتمې قامي پروګرام ته په اعليٰ كچ سرپرستي ترلاسه ده، ګيټس فاٶنډيشن د پوليو خاتمے، صحت، غذائيت، مالياتي شموليت او د ټولنې د بې وځله طبقو خېرښګړې لپاره د قدر وړ كردار لوبوي۔ وزيراعظم ووئيل چې ډيجيټل ادائيګۍ، غذائي تحفظ، د زچه و نوې زېږېدلې ماشومانو صحت٬ د غربت خاتمه او د موسمياتي بدلون پشمول اهم اصلاحاتي ترجيحات، ګورننس ريفارمز د ايجنډې برخه دي٬ کيش ليس اکانومي د پاکستان حکومت د بدلون د اېجنډا بنيادي برخه ده، د کيش ليس پاکستان مقصد د عام وګړو ژوند آسانول، حکومتي نظام كښې سپېځلتيا زياتول او سرکاري رقوم د تاخير نه غېر يا د ضياع نه غېر تر مستحقينو رسول دي۔ ده ووئيل چې حکومت او ګيټس فاٶنډيشن د مشتركه هلو ځلو په نتيجه كښې ډيجيټل ادائيګۍ زياتېږي، مستحق مېرمنو ته خپل مالي معاونت نېغ په نېغه٬ خوندې او عزت سره ترلاسه كېدل پكار دي۔ وزيراعظم ګېټس فاٶنډيشن سره په ګډه د مېرمنو مالياتي شمولت او معاشي خپلواكۍ له كار كولو كښې خوښي ښكاره كړه۔ په ملاقات كښې د پاکستان او ګيټس فاٶنډيشن ترمېنځه مرسته او همكاري لا موثره كولو په چارو د خيالاتو څرګندونه هم وشوه۔












