لیګل ایجوکیشن لپاره به ټول ضروری اقدامات جاری ساتلې شي۔اعظم نذیر تارړ

  اسلام آباد 10 ستمبر  (اے پي پي) د قانون وفاقی وزیر سېنېټر اعظم نذیر تارړ ووئيل په پاکستان كښې قانونی تعلیم د نړيوال معيار له مخې كولو له د اصلاحات عمل جاری دے، د لیګل ایجوکیشن معیار كښې ښه والي لپاره به ټول ضروری اقدامات كولې شي۔د پاکستان بار کونسل لیګل ایجوکیشن ډائریکټوریټ کلن رپورټ اجراء دستوري ته وينا كښې وفاقي وزير ووئيل كله چې په 2010ء كښې زه …

 

اسلام آباد 10 ستمبر  (اے پي پي) د قانون وفاقی وزیر سېنېټر اعظم نذیر تارړ ووئيل په پاکستان كښې قانونی تعلیم د نړيوال معيار له مخې كولو له د اصلاحات عمل جاری دے، د لیګل ایجوکیشن معیار كښې ښه والي لپاره به ټول ضروری اقدامات كولې شي۔د پاکستان بار کونسل لیګل ایجوکیشن ډائریکټوریټ کلن رپورټ اجراء دستوري ته وينا كښې وفاقي وزير ووئيل كله چې په 2010ء كښې زه د پاکستان بار کونسل غړے جوړ شوم نو ماته د لیګل ایجوکیشن کمېټۍ چیئرمېن ذمه واري وسپارلې شوه۔ده ووئيل د تيرو 15 كلونو په مهال هېواد كښې د لاء کالجونو او قانونی تعلیم په اړه ګڼ شمير مسئلې رامخې ته شوي د كومو حل لپاره چې بيل اقدامات شوي۔ده ووئيل ایوننګ کلاسز ختم کړې شوي ځكه چې هغې كښې د جعلی او غیرحاضره زدكونكو داخلو مسئلې رامخې ته كيدې۔اعظم نذیر تارړ ووئيل پاکستان كښې لاء ګیټ معارفي كړې شوے دغسې د قانونی تعلیم معیار د نړيوالو تقاضو له مخې برابرولو لپاره ایل ایل بی 5 كلن پروګرام څلور كاله شوې۔ده ووئيل 2022-23  كښې دا پريكړه شوې وه چې د هېواد هر لاء کالج به د خپلو زدكونكو ډيټا پاکستان بار کونسل سره شیئر کوي كوم لاء کالج چې د زدكونكو ډيټا نه وركوي،د هغوي د زدكونكو ډګري به نه شي رجسټر كولې