د قائداعظمؒ سياسي بصيرت، ثابت قدمي او اصولو سره تړون د پاکستان د تاريخ يوه قېمتي اثاثه ده۔ د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر د باني پاکستان په كاليزه پېغام

  اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر سيد غلام مصطفيٰ شاہ د قائداعظم ؒ د تلين په موقع هغوي ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې د قائداعظمؒ سياسي بصيرت، ثابت قدمي او اصولو سره تړون د پاکستان د تاريخ يوه قېمتي اثاثه ده ۔ ده دا خبره د بابائے قام و باني پاکستان قائداعظم اېم علي جناح د 78م كاليزې په موقع خپل …

 

اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر سيد غلام مصطفيٰ شاہ د قائداعظم ؒ د تلين په موقع هغوي ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې د قائداعظمؒ سياسي بصيرت، ثابت قدمي او اصولو سره تړون د پاکستان د تاريخ يوه قېمتي اثاثه ده ۔ ده دا خبره د بابائے قام و باني پاکستان قائداعظم اېم علي جناح د 78م كاليزې په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل چې قائداعظمؒ تل جمهوريت، آئين او د قانون حکمرانۍ ته بنيادي اهميت وركړې٬ پاکستان يو مضبوط، مستحکم او خوشحال هېواد جوړولو لپاره د قائداعظمؒ وژن او په اصولو عمل كول ضروري دة۔ ده د قائداعظم لوړو درجو لپاره او د  پاکستان ترقۍ، خوشحالۍ او استحکام لپاره دعا وكړه