اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي حکومت د نجکارۍ او شخصي څانګې په مشرۍ كښې معاشي پرمختګ پلو منتقل كېدو ته خپل پام ګرځولے دے، د ټيرف ريشنلائزيشن پروګرام مقصد صنعتي ماحول لا مسابقتي او موثر كول دي۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ اسياء لپاره د برټش انټرنيشنل انويسټمنټ (بي آئي آئي) منيجنګ ډائريکټر او مشر سريني …
حکومت د نجکارۍ او شخصي څانګې په مشرۍ كښې معاشي پرمختګ پلو منتقل كېدو ته پام ګرځولے دے، د ټيرف ريشنلائزيشن پروګرام مقصد صنعتي ماحول لا مسابقتي او موثر كول دي۔ د خزانې وفاقي وزير د برټش انټرنيشنل انويسټمنټ پلاوي سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي حکومت د نجکارۍ او شخصي څانګې په مشرۍ كښې معاشي پرمختګ پلو منتقل كېدو ته خپل پام ګرځولے دے، د ټيرف ريشنلائزيشن پروګرام مقصد صنعتي ماحول لا مسابقتي او موثر كول دي۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ اسياء لپاره د برټش انټرنيشنل انويسټمنټ (بي آئي آئي) منيجنګ ډائريکټر او مشر سريني ناګاراجن سره په ملاقات كښې وكړې٬ په ملاقات كښې په پاکستان كښې د برټش انټرنيشنل انويسټمنټ سرمايه کارۍ دائره پراخه كولو او په ترجيحي څانګو كښې نجي سرمايه کاري د لا زياتولو په موقعو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ په پلاوي كښې د برټش انټرنيشنل انويسټمنټ د پاکستان مشر امتياز سيتھنا، د پاکستان منيجر ريما غني، د اېف سي ډي او ډويلپمنټ ډائريکټر سيم والډك او انويسټمنټ منيجر ضيغم اقبال هم موجود وٶ۔ په ملاقات كښې پاکستان لپاره د برټش انټرنيشنل انويسټمنټ سرمايه کارۍ منصوبو، نجي سرمايه فعاله كول، بنيادي ډھانچه و موسمياتي فنانسنګ، پرائيويټ ايکوټي ، وړو او د مېنځنۍ درجې کاروباري ادارو لپاره فنانسنګ او پاکستان كښې د جاري معاشي و ډھانچه جاتي اصلاحات په نتيجه كښې د رامخئ ته شوې سرمايه كارۍ په نوو موقعو تفصيلي خبرې وشوې ۔ د برټش انټرنيشنل انويسټمنټ اېم ډي په دې موقع د خزانې وزير د برټش انټرنيشنل انويسټمنټ د كال 2026 نه تر 2031 د سرمايه كارۍ په اړه د تګلارې نه خبر كړو چې له مخې ئې اداره اسېاء او افريقه كښې د لږې نه د لږې د 2 اربه ډالرو سرمايه کارۍ اراده لري۔ ده ووئيل چ سوئيلي آسياء او رامخې ته كېدونكو ميډيانو ته به خاص پام كولې شي۔ د خزانې وزير پاکستان كښې د سرمايه كارۍ زياتولو په اړه د برټش انټرنيشنل انويسټمنټ د مسلسل تړون او د خوښۍ هركلي كولو سره ووئيل په هېواد كښې معاشي استحکام او د سرمايه کارو په باور كښې ځانګړے ښه والے راغلے دے، حکومت ډھانچه جاتي اصلاحات، نجکاري او د شخصې څانګې په مشرۍ كښې د معاشي پرمختګ پلو منتقل كېدو ته پام ګرځولے دے۔ د برټش انټرنيشنل انويسټمنټ پلاوي ته ووئيل شول پرائيويټ ايکوټي ، فنډ آف فنډزسټرکچر او د پرائيويټ کريډټ د لارې په مالياتي څانګو كښې ژورتيا پېدا كول او د پاکستان د ملکي سرمايه کارۍ نظام لا قوي كولو پراخه امكانات موجود دي۔ سريني ناګاراجن په کيپټل مارکيټ كښې د روانو اصلاحاتو او سرمايه کارۍ و سرمايه وېستلو د ماحول بهترۍ هلو ځلو هركلي كولو سره ووئيل د پاليسي زيات او اوږد مهاله باور د نشخصي سرمايې لويې پانګې پاكستان پلو راغب كولو كښې مرستياله ګرځېدې شي۔ پلاوي په موسمياتي سرمايه کارۍ، د تجديد ور توان او بنيادي ډهانچه په خاص توګه د برېښنا ترسيل په څانه كښې هم د بي آئي آئي د خوښې لرلو سره ووئيل اداره د عمل وړ مالياتي ډھانچه او د سرمايه کارۍ وړ منصوبو كښې خپله نړيواله تجربه او پوهه كارولو لپاره چمتو ده ۔ په دې موقع وفاقي وزير پلاوي د ټېكس نظام٬ توان٬ ټېرف پاليسي، کيپټل مارکيټ او د ډيجيټلائزيشن په څانګو كښې د روانو اصلاحاتو نه هم خبر كړو۔ سريني ناګاراجن د پاکستان معاشي ماحول كښې د بهترۍ ستائنې كولو سره د هېواد په معاشي سباون د باور څرګندونه وكړه۔ ده پاکستان لپاره د بي آئي آئي د تړون پخلي كولو سره ووئيل اداره د مارکيټ په پرمختګ كښې معاونت او تل پاتې اقتصادي ترقۍ لپاره نوره نجي سرمايه كاري فعاله كولو سره سره پاکستان كښې خپله سرمايه كاري زياتولو له خوښي لري۔ د خزانې وزير د بي آئي آئي مسلسل شموليت او د مرستې هركلي كولو سره د سرمايه کارۍ په وړاندېزونو په وخت غور او د كوټلې سرمايه كارۍ معاملو پلو د پېشرفت ډاډګيرنه وكړه











