اسلام آباد۔10 ستمبر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ٬ پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي ټېکس اصلاحات او وسائل كښې زياتوالے مشن۔2 د اړان پاکستان لاندې د قامي اقتصادي كونسل منظور كړو 11 قامي اقتصادي مشنز څخه يو دے ، كوم چې اړان پاكستان پروګرام لپاره د مالياتي انجن حېثيت لري۔ د قامي اقتصادي مشن، ټېکس اصلاحات او د معیشت ډیجیټلائزېشن په اړه د …
د وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د اړان پاكستان قامي اقتصادي مشن ٬ ټېكس اصلاحات او ډيجيټلائزېشن په اړه غونډه
اسلام آباد۔10 ستمبر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ٬ پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي ټېکس اصلاحات او وسائل كښې زياتوالے مشن۔2 د اړان پاکستان لاندې د قامي اقتصادي كونسل منظور كړو 11 قامي اقتصادي مشنز څخه يو دے ، كوم چې اړان پاكستان پروګرام لپاره د مالياتي انجن حېثيت لري۔ د قامي اقتصادي مشن، ټېکس اصلاحات او د معیشت ډیجیټلائزېشن په اړه د غونډې مشري كولو په مهال وفاقي وزير ووئيل د باور وړ او مؤثره سرچينو د لارې په آمن كښې له زياتوالي پرته نورو 10 قومي اقتصادي مشنز لپاره اړين وسائل برابرېدې نه شي۔ ده ووئيل د اړان پاکستان د 11 قامي اقتصادي مشنز منظوري قومي اقتصادي کونسل وركړې ده كومه چې د هېواد تر ټولو اعلی معاشي پرېكړې كونكې آئيني اداره ده۔ د دې مشنز بنيادي مقصد پاكستان تر 2035 د يو ټرېلين ډالرو معيشت جوړول دي۔ وفاقی وزیر ووئيل په دې كښې شك نشته چې پاكستان معاشي استحكام ترلاسه كړے دے٬ بيا هم د موجوده كچې استحكام تلپاتي پرمختګ لپاره پورا نه دے ٬ معاشي پرمختګ لپاره به مجموعي قومي پېداوار زياتول وي۔ وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم په هڅو د تېرو دوو كلونو په مهال د حكومت د ټېكس وصولۍ كاركردګي ښه شوې ده٬ بياهم لوې چېلنج د ټېكس شرح كمولو سره ټېكس نېټ او د ټېكس وصولي زياتول دي۔ ده ووئيل پاكستان له به په ټېكنالوجي اډانه معيشت پلو تندۍ سره منتقل كېدل وي او د ټېكس اصلاحات ٬ ډیجیټلائزېشن او مؤثر وسائل متحرک كولو د لارې به د معاشي پرمختګ رفتار لا ګړندﺀ كول وي۔












