اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) پاکستان د جموں و کشمیر حیثیت په اړه د هند بے بنسټه ادعاګاني رد كړې دي كومي چې د نړيوالو حقائقو په ضد دي۔د خارجه دفتر وياند سجاد حیدر خان د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بریفنګ كښې ووئيل د هند يو اړخيزه اقدامات او پرله پسې غیر قانونی تسلط لاندې د جموں و کشمیر په نړيواله كچه تسليم شوے شخړيز حیثیت …
پاکستان د جموں و کشمیر حیثیت په اړه د هند بے بنسټه ادعاګني مسترد کړې
اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) پاکستان د جموں و کشمیر حیثیت په اړه د هند بے بنسټه ادعاګاني رد كړې دي كومي چې د نړيوالو حقائقو په ضد دي۔د خارجه دفتر وياند سجاد حیدر خان د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بریفنګ كښې ووئيل د هند يو اړخيزه اقدامات او پرله پسې غیر قانونی تسلط لاندې د جموں و کشمیر په نړيواله كچه تسليم شوے شخړيز حیثیت بدلېدې نشي۔وياند ووئيل د جموں و کشمیر شخړه د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل په ایجنډا اوس هم يو حل طلب معامله ده او د دې حتمی پريكړه بايد د ملكرو ملتونو سلامتی کونسل اړوندو قراردادونو او د کشمیریانو د هيلو له مخې وكړې شي كومه چې د ملګرو ملتونو په نګرانۍ كښې د آزادانه او غیر جانبدارانه استصواب رائے د لارې وي۔وياند ووئيل د ملګرو ملتونو سرکاري نقشه جموں و کشمیر د يو متنازعه سيمي په توګه ښودلے شوے دے ۔ده ووئيل د هند تش په نوم سرکاری نقشه او د خپلواكۍ يو اړخيزه ادعا د جموں و کشمیر متنازعه حیثیت په هيڅ ډول نه شي بدلولے ۔












