اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) د سمال اينډ ميډيم انټرپرائزز ډويلپمنټ اتھارټۍ (سميډا) او د وزيراعظم يوتھ پروګرام ترمېنځه په مفاهمتي ياددښت لاسليك شوے چې مقصد ئې ګرد هېواد كښې مائيکرو، سمال اينډ ميډيم انټرپرائزز او کاروبار پېل كولو خوښي لرونكو ځوانانو لپاره د مالي او كاروباري پرمختګ معاونت٬ خبرتيا او رسنې ښه كولو له په رسمي توګه د مرستې فرېم ورك جوړول دي۔ د وزيراعظم صنعت …
د سميډا او د وزيراعظم يوتھ پروګرام ترمېنځه ځوانانو او اېس اېم ايز لپاره مالي او كاروباري معاونت زياتولو لپاره په مفاهمتي ياددښت لاسليك
اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) د سمال اينډ ميډيم انټرپرائزز ډويلپمنټ اتھارټۍ (سميډا) او د وزيراعظم يوتھ پروګرام ترمېنځه په مفاهمتي ياددښت لاسليك شوے چې مقصد ئې ګرد هېواد كښې مائيکرو، سمال اينډ ميډيم انټرپرائزز او کاروبار پېل كولو خوښي لرونكو ځوانانو لپاره د مالي او كاروباري پرمختګ معاونت٬ خبرتيا او رسنې ښه كولو له په رسمي توګه د مرستې فرېم ورك جوړول دي۔ د وزيراعظم صنعت او پېداوار لپاره خاص مرستيال هارون اختر خان او د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود خان د مفاهمتي ياددښت د لاسليك په دستوره كښې ګډون كولو۔ په دستوره كښې د سميډا سي اي او ناديه جے سيټھ، د صنعت و پېداوار جوائنټ سيکريټري فريدون اکرم شېخ، د وزيراعظم يوتھ پروګرام ډلې او بېلو څانګو سره تعلق لرونكو نور استازي هم موجود وٶ۔ د دې همكارۍ له مخې سميډا او د وزيراعظم يوتھ پروګرام به وسائل، پوهه٬ د رسنې نيټ ورکس او ډيجيټل صلاحيتونو په كارولو سره د وزيراعظم يوتھ بزنس اينډ ايګريکلچر لون تر سکيم جامع او مساوي رسنه باوري كولې شي٬ د مرستې خاص محور به سټارټ اپس، د وړومبي نه جوړ ايم ايس ايم ايز، انفرادي کاروباري كسان، فرمز او کمپنو سره سره د لږ سهولت لرونكو سيمو او د محرومو طبقو ٬ په خاص توګه مېرمنې او کاروباري كسان وي۔ په دې موقع د وزاعظم خاص مرستيال هارون اختر خان ووئيل دا اقدام د وزيراعظم په امر٬ قيادت او وژن له مخې د پاکستان ځوانانو لپاره معاشي موقعو كښې د زياتوالي او د هېواد اېس اېم ايز څانګې مضبوطولو پلو يو مهم ګام دے۔ ده ووئيل د وزيراعظم قيادت او وژن له مخئ د دې خبرې باوري كولو لپاره كار كوٶ چې ځوانانو او كاروباريانو ته مالي موقعې٬ د كاروبار ودې لپاره معاونت او تل پاتې كاروبار جوړول او دغې ته پراختيا وركولو لپاره تر اړين علم بهتر رسنه وركړے شي۔ هارون اختر خان ووېيل د سميډا او وزيراعظم يوتھ پروګرام ترمېنځه مرستې سره به مالي موقعې او د ممكنه مستفيد كېدونكو ترمېنځه شته خلا كمولو له مرسته ترلاسه شي٬ د مفاهمتي ياددښت له مخئ به سميډا د وزيراعظم يوتھ بزنس اينډ ايګريکلچر لون سکيم په حواله د خبرتيا كمپائنز او د تربيې پروګرامونه كوي چې پكښې به د اهليت معيار، اړين دستاويزات او درخواست جمع كولو طريقه كار په اړه معلومات وركولې شي۔ د وزيراعظم يوتھ بزنس اينډ ايګريکلچر لون سکيم ته به د سميډا صوبائي او سيمه ايزو دفترو پشمول د هيلپ ډيسك د لارې هم وده وركولې شي۔۔












