پاكستان كښې د ډيجيټل لېن دېن كوونكوشمېره 20 لكه څخه زياته شوه: وزیر مملکت بلال اظهر کیانی

  اسلام آباد۔10ستمبر(اے پی پی) د خزانې او رېلوے وزير مملكت بلال اظهر كياني وئيلي دي چې د وزيراعظم شهباز شريف د كېشن لېس اكانومي ايجنډې له مخې په پاكستان ډيجيټل لېن دېن كښې ښكاره زياتوالې رامخې ته شوې دې او د ډيجيټل لېن دېن كوونكو شمېره 5 لكه نه زياتېدو سره له 20 لكه څخه زياته شوې ده چې ورسره تر جون 2026 ټاكلې شوې هدف ترلاسه كړې شوې …

 

اسلام آباد۔10ستمبر(اے پی پی) د خزانې او رېلوے وزير مملكت بلال اظهر كياني وئيلي دي چې د وزيراعظم شهباز شريف د كېشن لېس اكانومي ايجنډې له مخې په پاكستان ډيجيټل لېن دېن كښې ښكاره زياتوالې رامخې ته شوې دې او د ډيجيټل لېن دېن كوونكو شمېره 5 لكه نه زياتېدو سره له 20 لكه څخه زياته شوې ده چې ورسره تر جون 2026 ټاكلې شوې هدف ترلاسه كړې شوې دې۔ په دې شمېره كښې د لا زياتوالي هدف به هم حكومت ترسره كړي۔ ده دا خبره د نړيوال تنظیم ګېټس فاؤنډېشن اعلی كچې پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔ د پلاوي مشري د فاؤنډېشن صنفي مساوات ډويژن مشرې ډاكتر انيتا زېدي كوله۔ په ملاقات كښې په پاكستان په ډيجيټل بدلون ٬ د معاشي اصلاحات په ايجنډا او په كېشن لېس اكانومي د پېشرفت په څير چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزیر مملکت بلال اظهر کیانی ووئيل د راست كيو آر ودې لپاره حكومت د 3 نيم اربه روپو سبسډي د ډيجيټل ادائيګو نظام كاروونكو كسانو شمېره كښې ښكاره زياتوالې كړې دې۔ پلاوي حكومت اصلاحاتي اقدامات ستائلو سره د ګېټس فاؤنډېشن لخوا د كېشن لېس پاكستان او پراخا معاشي اصلاحاتي ايجنډې ملاتړ روان ساتلو او د كرانداز د لارې د همكارۍ لا زياتولو باور وركړو