د نائب وزيراعظم سېنېټر اسحاق ډار ترك خارجه وزير سره ټېلېفوني خبرې ٬ په دوه ارخيزه اړيكو او د سيمې په وضعيت د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔10ستمبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق د تركيه خارجه وزير حاقان فيدان سره تېره شپه ټېلېفوني خبرې وكړې۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې دواړو خارجه وزيرانو د شريكې خوښې په چارو دخيالاتو څرګندونه كولو سره د دوه اړخيزه اړيكو او د سيمې د وضعيت جاج واغست۔ دوئي د فلسطين په معامله د خپل ګډ دريځ پخلي كولو …

اسلام آباد۔10ستمبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق د تركيه خارجه وزير حاقان فيدان سره تېره شپه ټېلېفوني خبرې وكړې۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې دواړو خارجه وزيرانو د شريكې خوښې په چارو دخيالاتو څرګندونه كولو سره د دوه اړخيزه اړيكو او د سيمې د وضعيت جاج واغست۔ دوئي د فلسطين په معامله د خپل ګډ دريځ پخلي كولو سره غېر قانونی اسرائیلی ځايونو څخه په درآمدات بندېزونو او داسې ځايونو سره په تړلې خذمات دبندېزونو لګولو په اړه د برطانيې پرېكړې ملاتړ وكړو۔ دوئي د 8 عرب او اسلامي هېوادونو ګډه بيان سره سره د برطانيه او نورو اروپائي هېوادونو دوه رياستي حل په اړه ګډ بيان خوشبين هم وګرځولو۔ دوئي سعودي  عربستان او مصر سره په سيمه ييزو چارو د نزدې مشاورت روان ساتلو په اهميت زور هم راوړو په كوم كښې چې د ریجنل فور (آر فور) فرېم ورک د لارې مشاورت هم شامل دے۔ دواړو لارښودو په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع په ملاقات كولو اتفاق هم وكړو۔