اسلام آباد ۔ 9 ستمبر (اے پي پي) د مذهبي چارو او بېن المذاهب هم غږۍ وزارت په هند كښې د حضرت امير خسرو په كلنه عرس كښې د ګډون خوښي لرونكو پاكستانيانو څخه درخوساتونه غوښتې دي۔ خوښي لرونكې زائرين د وزارت په وېب پاڼه په موجود خاص درخواست فارم خپل درخواستونه تر 25 ستمبر 2026 د سېكشن آفيسر زيارت ٬ د مذهبي چارو وزارت اسلام آلباد كښې جمع …
هند كښې د حضرت امير خسرو په كلنه عرس كښې د ګډون خوښي لرونكو پاكستانيانو څخه درخواستونه وغوښتلے شول
اسلام آباد ۔ 9 ستمبر (اے پي پي) د مذهبي چارو او بېن المذاهب هم غږۍ وزارت په هند كښې د حضرت امير خسرو په كلنه عرس كښې د ګډون خوښي لرونكو پاكستانيانو څخه درخوساتونه غوښتې دي۔ خوښي لرونكې زائرين د وزارت په وېب پاڼه په موجود خاص درخواست فارم خپل درخواستونه تر 25 ستمبر 2026 د سېكشن آفيسر زيارت ٬ د مذهبي چارو وزارت اسلام آلباد كښې جمع كولې شي۔ د مذهبي چارو وزارت تر مخه كه د زائرينو ټاكنې لپاره قرعه اندازي ته ضرورت پیښ شو نو دا به د جمعې په ورځ په 23 اكتوبر 2026 ماسپخښن دوه بجې كولې شي۔ ياد دې وي د حضرت امير خسرو كلنه عرس د 22 نه تر 29 مارچ كال 2027 كښې نوي ډيلې هند كښې د كېدو امكان دے












