سپريم كورټ د  هند نه  هجرت كونكې كونډې ته په الاټ شوې زمكه د خپلوانو دعوې مسترد كړه

  اسلام آباد ۔ 9 ستمبر (اے پي پي)  سپريم كورټ د هند نه په هجرت د راغلې كونډې  نواب بي بي په حق كښې مهمه فېصله كولو سره د ټرائل كورټ د كال 2000 حكم او د هائيكورټ د 2014 فېصله كالعدم وګرځوله۔ دا پرېكړه  جسټس جمال  خان مندوخېل ليكلې ده ۔  سپريم كورټ پخپله پرېكړه كښې وئېلي دي  دا يو تسليم شوے حقيقت دے  چې عبدالكريم خان د …

 

اسلام آباد ۔ 9 ستمبر (اے پي پي)  سپريم كورټ د هند نه په هجرت د راغلې كونډې  نواب بي بي په حق كښې مهمه فېصله كولو سره د ټرائل كورټ د كال 2000 حكم او د هائيكورټ د 2014 فېصله كالعدم وګرځوله۔ دا پرېكړه  جسټس جمال  خان مندوخېل ليكلې ده ۔  سپريم كورټ پخپله پرېكړه كښې وئېلي دي  دا يو تسليم شوے حقيقت دے  چې عبدالكريم خان د پاكستتان جوړېدو نه وړاندې په حق رسېدلے ؤ  او په كومه زمكه كښې چې ډلو د برخې ادعا كړې ده هغه كله د عبدالكريم ملكيت نه وه پاتي۔ د عدالت تر مخه د عبدالكريم كونډې نواب بي بي د پاكستان جوړېدو نه پس  په ذاتي حېثيت كښې د مستقل آباد كارۍ لپاره  د زمكې آلاټ كولو درخوسات وركړے ؤ ۔ درخواست د كډې كولو له امله د پرېښودلې شوې زمكې په بدل پاكستان كښې د زمكې  ترلاسه كولو لپاره دائر كړے شوے ؤ ۔ سپريم كورټ خپله فېصله كښې ووئېل  چيف سټېلمنټ اتهارټيز د كونډې درخواست منظورولو  سره په 1963 كښې  هغې ته زمكه آلاټ كړې وه۔ بيا وروستو آلاټ كړې زمكه نواب بي بي خپل زوي ته په ډالۍ كښې وركړې وه۔  كومه چې فرېقېن چلېنچ كړې وه۔