اسلام آباد۔18جون(اے پی پی) د خزانې و محصولات وزير مملكت بلال اظهر كياني سره د زيارت په ورځ دلته د پاکستان فټ ویئر مېنوفېکچررز اېسوسی اېشن (پی اېف اېم اے) پلاوي ملاقات وكړو٬ د پلاوي مشري اېس اېم تنوير كوله۔ د ملاقات مقصد صنعتی څانګې سره په اړوندو مسئلو او د مجموعي اقتصادي پالېسۍ په فرېم ورك د خيالاتو څرګندونه كول وو۔ پلاوي د وفاقي بجټ 27 ۔ 2026 …
د خزانې وزير مملكت د پاکستان فټ ویئر مېنوفېکچررز اېسوسی اېشن پلاوي سره ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد۔18جون(اے پی پی) د خزانې و محصولات وزير مملكت بلال اظهر كياني سره د زيارت په ورځ دلته د پاکستان فټ ویئر مېنوفېکچررز اېسوسی اېشن (پی اېف اېم اے) پلاوي ملاقات وكړو٬ د پلاوي مشري اېس اېم تنوير كوله۔ د ملاقات مقصد صنعتی څانګې سره په اړوندو مسئلو او د مجموعي اقتصادي پالېسۍ په فرېم ورك د خيالاتو څرګندونه كول وو۔ پلاوي د وفاقي بجټ 27 ۔ 2026 حوالې سره خپلې رايې هم وړاندې كړې او په دې خبره يۍ زور راوړو چې د صنعتي پرمختګ ودې ٬ مسابقت كښې بهترۍ او كاروباري هلې ځلې آسانولو له دې مؤثر پالېسي اقدامات وكړے شي۔ وزیرِ مملکت د هېواد معاشي پرمختګ ٬ برآمدات او د روزګار موقعو كښې د مېنوفېکچرنګ سېكټر کردار وستائلو۔ دواړو اړخونو په دې خبره زور راوړو چې اقتصادی استحکام، صنعتی مسابقت او تلپاتې پرمختګ لپاره پرله پسې مكالمه او مرسته ضروري ده دغسې چې مالياتي پالېسۍ د قامي پرمختګ هدفونو سره هم آهنګ پاتې كېدو سرنه مؤثر كردار ترسره كړے شي۔









