د وزيراعظم فيول ريليف سکيم په کاميابۍ سره روان دے، كومې پر تشدد ډلې ته به اسلام آباد ته د داخلېدو اجازه ورنه كړو۔ عطاء الله تارړ

اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د وزيراعظم فيول ريليف سکيم په کاميابۍ سره روان دے، تر اوسه 22 لكه كسان رجسټرډ او نزدې 19 لكه ټوكن جاري كړې شوې دي، په غېر قانوني توګه سړكونه بندول او د وګړو په تګ راتګ كښې خنډان د رامخې ته كولو به اجازه ورنه كړو، كومې پر تشدد ډلې ته …

اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د وزيراعظم فيول ريليف سکيم په کاميابۍ سره روان دے، تر اوسه 22 لكه كسان رجسټرډ او نزدې 19 لكه ټوكن جاري كړې شوې دي، په غېر قانوني توګه سړكونه بندول او د وګړو په تګ راتګ كښې خنډان د رامخې ته كولو به اجازه ورنه كړو، كومې پر تشدد ډلې ته به اسلام آباد ته د داخلېدو اجازه ورنه كړو٬ سړکونه به پرانستی  ساتلی شي۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم فيول ريليف سکيم  په اتړه  پرېس کنفرنس ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف لخوا ګرد هېواد كښې خاص فيول ريليف سکيمپه  کاميابۍ سره روان دے، په منطقه كښې د تاٶ تريخوالي له امله ګرده نړۍ كښې د تېلو بيعه زياتېږي كومې چې د نړۍ ټول معيشتونه ځپلې دي او فشار ئې په پاكستان هم راعلے دے۔ ده ووئيل د تېلو په بيعه كښې د زیاتوالی نه پس وزيراعظم شهباز شريف ډېره موده وړاندې د دې سكيم منصوبه بندي شروع كړې وه او ټولو اړوند څانګو او وزارتونو ته ئې په وخت هدايات جاري كړي چې داسې سكيم وضع كړې چې ورسره اشرافيه، د غټو ګاډو مالكان او ايليټ طبقه نه بلكې عام او بې وځله كسانو ته ګټه ورسي۔ وفاقي وزير ووئيل  د دې مقصد له مخې خاص فيول ريليف سکيم پیل کړے شو٬ وزيراعظم په هره كچه د دې منصوبه بندۍ خپله نګراني كړې او د سکيم له مخې د آئي ټي بشپړ نظام وضع كړے شو۔ ده ووئیل   آئي ټي وزارت دې مقصد لپاره باقاعده ډيجيټل ډيش بورډ هم جوړ كړے او رجسټريشن نظام لپاره د شارټ کوډ د لارې اېس اېم اېس سروس پېل كړة شو۔ ده ووئيل د دې نظام په شا يو جامع آئي ټي بيسډ سسټم موجود دے د چې له مخې ئې رجسټريشن كېږي او اهل كسانو لپاره ټوکن جنريټ كېږي۔ ده ووئيل ګرد هېواد كښې سكيم په كاميابۍ سره جاري پاتې كېدل د وزيراعظم شهباز شريف او د دوي د ډلې روغ نيت او د اولسي خېرښګړې د عزم عكاسي كوي۔ ده ووئيل د اولس او ميډيا لخوا په تجويزونو وزيراعظم موټر سائيکل، رکشه او چنګ چي  لپاره د اهليت موده د 15 كالو نه زياتولو سره 20 كاله كړې ده۔ ده ووئيل د اولس په تجويز وزيراعظم د فيول ريليف سکيم له مخې اېس اېم اېس سروس فري كړے دے او موټر سائيکل، چنګ چي او رکشه لپاره د ټوكن په سر د پنځو ليټره شرط هم ختم كړے شوے دے اوس به دوي ته په اوونۍ كښې يو ځل په پټرولو 500 روپۍ رعايت ترلاسه كېږي او دغسې به دوي په مياشت كښې څلور ځله د دې نه مستفيد كېدې شي٬ دا سهولت ګرد هېواد، آزاد کشمير او ګلګت بلتستان كښې شتون لري۔ وفاقي وزير ووېيل تر 800 سي سي ګاډو لپاره په لس ورځو كښې لس ليټره پټرول په سل روپۍ رعايت وركولې كېږي دوي ته به په مياست كښې 30 ليټر پټرول په رعايتي بيعه ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل  د سکيم له مخې ټول پټرول پمپس رجسټرډ دي او د آئي ټي وزارت مانيټرنګ لپاره کنټرول روم او ريئل ټائم ميپنګ نظام جوړ كړے دے او د دې نګراني 24 ساعته روانه ده  او د هر مسئلې په سمدستي توګه ازاله كېږي۔ ده ووئيل چږ وزيراعظم شهباز شريف د سکيم لمحه په لمحه  ګراني كوي او اړوند وزارتونه، اوګرا او نورې ادارې په دې لړ كښې په بشپړه توګه فعاله كړې شوې دي۔ ده ووئیل د اولسي فيډ بېك په رڼا كښې به په سکيم كښې نوره بهتري راوستلې شي۔ ده اولس ته اپيل وكړو چې سکيم څخه بشپړه استفاده وكړۍ او د خپلی رائے او تجويزونو نه مو خبر كړئ۔ وفاقي وزير ووئيل د مجموعي سبسډي وركولو په ځائې مستحقین ته ريليف وركول زيات ګران كار ٶ ځكه چې د عمومي سبسډي په صورت به د لويو ګاډو مالكانو هم ګټه پورته كوله  او د موجوده سکيم د لارې يوازې مستحقينو ته ريليف رسولې كېږي۔ ده د ټولو ميډيا هاؤسز، پاکستان براډ کاسټرز ايسوسي ايشن، پرنټ، اليکټرانک او سوشل ميډيا مننی كولو سره ووئيل  د اولسي رائے په رڼا كښې به سكيم لا ښه كولې شي۔ ده ووئيل په سخت وخت كښې وزيراعظم تل عملي اقدامات كړي، د ډينګي  په مهال هم د آئي ټي نظام د لارې يومؤثر ماډل وضع كړے شوے كوم چې په نړيواله كچه مطالعه  شوې۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل په غېر قانوني توګه د سړكونو بندولو او د دګړو په تګ راتګ كښې خنډان ولاړولو په اړه د اسلام آباد هائي کورټ واضحه احکامات موجود دي، د حکومت او انتظاميه ذمه واري ده چې سړكونه بندیدو  ته پرې نه ږدي۔ ده ووئيل انتظاميه، پوليس او د داخله وزارت پشمول ټول حكومت په دې معامله واضح دے چې كومه  پر تشدد ډله به اسلام آباد ته د داخلېدو ته نه پرېږدي او لارې به پانستی ساتلی شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په فيول ريليف سکيم رجسټريشن كښې زيات شكايتونه د”مس ميچ” په اړه راغلي٬ ځېنې كسانو د استوګې ښار له مخې اندراج كړې او د ګاډي يا موټر سائيكل ئې په بله صوبه كښې رجسټرډ ٶ چې په سبب ېې مسئلې رامخې ته شوې دي۔ ده ووېيل  فيول ريليف سکيم لپاره د فنډز منظوري د اي سي سي د لارې شوې ده  او د خزانې وزارت شته فنډز څخه رقم دی مقصد لپاره مختص كړے دے٬ وفاقي وزير ووېيل ځوانان، رضاکار او د ميډيا ډلې هم په پټرول پمپس د اولس لارښودنه كوي، په سختو حالاتو كښې شريكې مرستې سره داسې سكيمونه كامياب جوړېدې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل  جماعت اسلامي سره په هره كچه رابطه كښې يو خو قانون ټولو لپاره يو ډول دے او د سړكونو بندولو اجازه چا ته ورنه کړی شي۔ وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د کفايت شعارۍ په اقدامات عملدرآمد باوري كړے شوے  چې پكښې غېر ضروري سفر، خرڅونه او په دستورو كښې كمې او ويډيو کنفرنس ته ترجيح وركول شامل ده۔ ده ووئيل د وزيراعظم د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلي غونډې د دورې په موقع پلاوي كښې خارجه وزير او طارق فاطمي شامل دي او د منصوبه بندۍ٬ موسمياتي بدلون او اطلاعات وزيران د پلاوي برخه نه دي۔ ده ووئيل د وزيراعظم دا پلاوې ډېر مختصر دے۔