په هنګو كښې د خوارجو خلاف د جنګ په مهال د شهيدو شوو 6 پوځي ځوانانو د جنازې مونځ پیښور كںښې ادا كړے شو

  پیښور ۔ 21 ستمبر (اے پي پي)   په هنګو ضلع كښې د  فتنه الخوارج سره په نره  د جنګېدونكو  شهيدانو شوو 6 پوځي ځوانانو د جنازې مونځ  په پیښور كښې ادا كړے شو۔  د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې (آئې ايس پي آر ) لخوا د جاري بيان تر مخه  په جنازه كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير  محسن نقوي  ٬ د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي  …

 

پیښور ۔ 21 ستمبر (اے پي پي)   په هنګو ضلع كښې د  فتنه الخوارج سره په نره  د جنګېدونكو  شهيدانو شوو 6 پوځي ځوانانو د جنازې مونځ  په پیښور كښې ادا كړے شو۔  د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې (آئې ايس پي آر ) لخوا د جاري بيان تر مخه  په جنازه كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير  محسن نقوي  ٬ د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي  ٬ كور كمانډر پیښور  ٬ اعلې عسكري چارواكو   او د شهدا خپلوانو په لويه توګه ګدون كولو ۔ ٬ په وطن ځان قربانېدونكو كښې كېپټن ابوذر فاروق شهيد ٬  لفتېننېټ  شېراز بابر شهيد٬   عسكر شكيل احمد٬  حمزه شهيد  اود   محمد عثمان شهيد  پشمول  نان كمېېټنټ غلام سجاد شامل  دي۔   د جنازې نه پس  د شهيدانو جسدونه خپلو كليو پلو روان كړے شول چرته به چې د بشپړ پوځي درناوي سره خاورو ته سپررلر شي ۔ آئې ايس پي آر وئېلي دي  د وطن دفاع په خاطر د شهيدو شوو  زوال نه لرونكې قربانۍ د امنيتي ځواكونو غېر متزلزل لوظ لا مضبوطوي ۔