اسلام آباد۔18جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف’’ اسلام آباد مفاهمتی یادښت ‘‘د ثالث په حېث لاس ليك كړو۔ د وزیر اعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د زيارت په ورځ د جاري شوي بيان له مخې په اسلام آباد مفاهمتي يادښت د امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ او د ايراني صدر مسعود پزشكيان لاس ليكونه موجود دي۔ دې څخه وړاندې وزيراعظم د امريكا او ايران ترمينځه په اسلام آباد مفاهمتي يادښت …
وزيراعظم شهباز شريف د ثالث په حېث اسلام آباد مفاهمتي يادښت لاس ليك كړو
اسلام آباد۔18جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف’’ اسلام آباد مفاهمتی یادښت ‘‘د ثالث په حېث لاس ليك كړو۔ د وزیر اعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د زيارت په ورځ د جاري شوي بيان له مخې په اسلام آباد مفاهمتي يادښت د امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ او د ايراني صدر مسعود پزشكيان لاس ليكونه موجود دي۔ دې څخه وړاندې وزيراعظم د امريكا او ايران ترمينځه په اسلام آباد مفاهمتي يادښت د لاس ليكونو اعلان كولو سره ووئيل چې د فوری نافذ العمل دې اېم او يو له مخې به په اولني پړاؤ كښې ايران په سمدستي توګه آبنائے هرمز يو وارې بيا پرانيزي او امريكا به په فوري توګه بحري ناكه بندي ختمه كړي۔ وزيراعظم په اېكس خپل پېغام كښې ووئيل چې زه په دې اعلان خوشحالي محسوسوم چې مونږ ته د درناوې ترلاسه كيږي چې نن د امريكا او ايران ترمينځه تاريخي اسلام آباد مفاهمتي يادښت الېكټرانكلي لاس ليك شوے دے۔ ده ووئيل په يادښت د دواړو هېوادونو د صدرانو لاس ليك دے او ما د ثالث په توګه ددې توثيق هم كړے دے۔ وزيراعظم ووئيل اسلام آباد مفاهمتي يادښت به په فوري توګه عملي وي او په اولني پړاؤ كښې به ايران په سمدستي توګه آبنائے هرمز يو وارې بيا پرانيزي او امريكا به په سمدستي توګه بحري ناكه بندي ختمه كړي۔ وزيراعظم ووئيل زه د امريكا صدر ډونلډ جے ټرمپ ته په دې اېم او يو ترسره كېدو مباركي وركوم او هغه ته پېرزوئنې وړاندې كوم چې د هغه سفارت كارۍ سره پرله پسې تړون او د شخړو سوليز حل ته ترجيح وركولو پالېسۍ يو وارې بيا دداسې بحران په ختمولو كښی مرسته وكړه كوم چې منطقې او نړۍ لپاره تباهي خپرونكې نتيجې رامخې ته كولې شوې۔ ده ووئيل زه د امريكائي مذاكراتي ډلې كومه كښې چې جے ډی وېنس، سټیو وټکوف او جیرډ کشنر شامل و د قدر وړ خذماتو ستائنه كوم۔ هغوي په دې تاريخي كاميابۍ كښې مهم كردار ترسره كړو۔ وزيراعظم ووئيل چې زه د اسلامي جمهوريه ايران سپريم ليډر آیت اے سید مجتبیٰ حسېنی خامنه ای او صدر مسعود پزشکیان زيركو پرېكړو ٬ بصيرت او مدبرانه مشرتابه ته هم پېرزوئنې وړاندې كومو چې امن مقصد ګرځولو سره د قدر وړ مشرتابه څرګندونه وكړه۔ وزیر اعظم د ايراني مذاكرتي ډلې چې په كښې باقر قاليباف ٬ عباس عراقچي او اسكندر مومني شامل و هڅې هم وستائلې۔ د چا صبر ٬ استقامات او تعميري مكالمې سره تړون چې دا لوظنامه ترسره كېدو كښې مهم كردار ترسره كړو۔ وزيراعظم په خاص توګه د قطر د قيادت د مخلصانه او مثبت كردار اعتراف وكړو كوم چې د دې پېشرفت په ترلاسه كېدو كښی مهمه مرسته وكړه۔ وزیر اعظم ووئيل په دې لړ كښې د سعودي عرب ٬ تركيه او عرب جمهوريه مصر مشرتابه د قدر وړ خذماتو ته هم د قدر په سترګه ګورو۔ وزیراعظم د فیلډ مارشل سید عاصم منیر په خصوصي توګه ذكر كولو سره ووئيل د هغه ستړو ٬ مخلصانه تړون او بنيادي كردار دا اهم پشرفت ممكن كېدو او امن او سيمه ايز استحكام ته وده وركولو كښی مهم ثابت شو۔ ده دعا وكړه چې دا مفاهمتي يادښت دې ټوله منطقه كښې افهام و تفهیم، متقابل احترام او ګډې سوكالۍ له يو مضبوط او تلپاتې بنياد ثابت شي








