د سرمايه کارۍ بورډ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ د هېواد معيشت په  3.5 فيصده شرح نمو د اطمينان څرګندونه، سياسي يووالي د لارې د غریبۍ ختمولو او په کاروباري آسانيو په پيدا كولو زور

  اسلام آباد 17جون  (اے پي پي) د سرمايه کارۍ بورډ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ د هېواد معيشت موجوده 3.5 فيصده شرح نمو يو مثبت او خوشبينه پيشرفت ګرځولو سره وئيلي دی په مشکل حالات كښې معاشي استحکام او د دفاعي محاذونو پشمول تير وخت كښې د هندي جارحيت په زړه پوري ځواب او ايران – امريکا تاؤ ترېښوالي په مهال د  پاکستان په ښه سفارتي و دفاعي کردار …

 

اسلام آباد 17جون  (اے پي پي) د سرمايه کارۍ بورډ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ د هېواد معيشت موجوده 3.5 فيصده شرح نمو يو مثبت او خوشبينه پيشرفت ګرځولو سره وئيلي دی په مشکل حالات كښې معاشي استحکام او د دفاعي محاذونو پشمول تير وخت كښې د هندي جارحيت په زړه پوري ځواب او ايران – امريکا تاؤ ترېښوالي په مهال د  پاکستان په ښه سفارتي و دفاعي کردار په اړه ټول قام او ادارو ته پيرزوئنې وړاندې كوو۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې په بجټ 2026-27  روان بحث كښې  وفاقي وزير په دې خبره زور راووړو چې كله هم پاکستان د يو قام په حيث په ګډه كار كړې،نړۍ زمونږ كردار منلې دے او په اوسني معاشي چيلنجونو قابو موندلو له هم دې قامي يووالي ته اړتيا ده۔ وفاقي وزير د هېواد معيشت د اوږدې مودې پرمختګ لپاره د پارلماني غړو په وړاندې په حقائق اډانه يوه كوټلي تجزيه وړاندې كړه۔ده ووئيل د ټولو سياسي ګوندونو مشران مخلص دي خو سياسي تاؤ ترېښوالي پھ وجه مونږ معاشي تسلسل برقرار ونه ساتلو۔ده يادونه وكړه چې 1972 كښې كله زه چين ته لاړم نو هلته كوم هم پرائيويټ ګاړې يا انټرنيشنل ايئرلائن نه وو خو نن چين 80 کروړه وګړي د غريبۍ نه په وېستلو  نړۍ حيرانه كړي ده۔

مزید خبریں