قامي اسمبلۍ كښې په سينيټرز د تنقيد ځواب وركړې شوې ؤ، دا د یو غړي ذاتي رائے وه د ايوان نه۔ د قانون وزير

  اسلام آباد 17 جون  (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي قامي اسمبلۍ كښې په سينيټرز د تنقيد ځواب وركړې شوې ؤ، دا د كوم غړي ذاتي رائے وه د ايوان نه۔د شورو په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د سينيټر دنيش كمار د اعتراض په نكته ځواب وركولو كښې د قانون وزير اعظم نذير تارړ ووئيل زه هغه وخت ايوان …

 

اسلام آباد 17 جون  (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي قامي اسمبلۍ كښې په سينيټرز د تنقيد ځواب وركړې شوې ؤ، دا د كوم غړي ذاتي رائے وه د ايوان نه۔د شورو په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د سينيټر دنيش كمار د اعتراض په نكته ځواب وركولو كښې د قانون وزير اعظم نذير تارړ ووئيل زه هغه وخت ايوان كښې موجود وم۔دا د كوم غړي ذاتي رائے وه د ټول ايوان نه۔ما هم هغه له د هغه په لهجه كښې ځواب وركړې ؤ۔ مونږ د خپل كوليګز ډاډګيرنه كوو۔دې څخه وړاندې سينيټر دنيش كمار د اعتراض په نكته ووئيل د قامي اسمبلۍ يو غړي د ټول سينيټرز په اړه نا خوښه كلمات ادا كړې دي۔چا ته هم دا حق نشته چې د سېنېټ د غړو په ضد دا ډول ټكي وكاروي۔د سېنېټ  چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل دا يوه  نان ايشو ده مونږ دې ته پام لرنه نه كوو

مزید خبریں
په تیرو مياشتو كښې پاکستان په نړيواله كچه مهمي كاميابۍ ترلاسه كړي چې ورسره د هېواد وقار لا زيات شوې۔سينيټر کامل علي آغا اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) سينيټر کامل علي آغا وئيلي دي په تیرو مياشتو كښې پاکستان په نړيواله كچه مهمي كاميابۍ ترلاسه كړي چې ورسره د هېواد وقار لا زيات شوې۔د شورو په ورځ په سېنېټ كښې په وفاقي بجټ 2026-27 بحث كښې ده د ايران او امريکې ترمينځه خبرو اترو كښې پيش رفت او امن لوظنامې لپاره د پاکستان کردار لويه سفارتي کاميابي ګرځولو سره د وزيراعظم محمد شهباز شريف، فيلډ مارشل سيد عاصم منير، نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار او داخله وزير محسن نقوي هلي ځلي وستائيلي۔ده ووئيل حکومت او رياستي ادارو په كډه هڅو د پاکستان نړيوال تشخص نور هم زيات کړو او د هېواد په اړه د يواځې والي تاثر ختم شوے۔ده د دفاعي بجټ زياتولو هركلې كولو سره ووئيل د هېواد د سلامتيا تقاضو ترمخه دا يو مهم اقدام دے دغسې پرمختيائي پروژو لپاره هم مناسب وسائل وركولو ته اړتيا ده چې د روزګار موقعې راپيدا شي او معاشي هلي ځلي وده ومومي۔