د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د برتانيې نائب خارجه وزير هميش فالكنر ملاقات، د پاك برتانيې اړيكو او د سيمي په مجموعي صورتحال د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد 17 جون  (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د برتانيې نائب خارجه وزير هميش فالكنر ملاقات وكړو چې پكښې د پاك برتانيې په اړيكو او د سيمي په مجموعي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د كورنيو چارو وزارت له مخې د برتانيې نائب خارجه وزير د امريكا ايران په مفاهمت کښی د پاكستان مثبت او بشپړه كردار ستائیلو سره ووئيل د پاكستان وزيراعظم …

 

اسلام آباد 17 جون  (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د برتانيې نائب خارجه وزير هميش فالكنر ملاقات وكړو چې پكښې د پاك برتانيې په اړيكو او د سيمي په مجموعي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د كورنيو چارو وزارت له مخې د برتانيې نائب خارجه وزير د امريكا ايران په مفاهمت کښی د پاكستان مثبت او بشپړه كردار ستائیلو سره ووئيل د پاكستان وزيراعظم شهبازشريف، فيلډ مارشل  سيد عاصم منير  امن لپاره تاريخي كردار ترسره كړې۔د ايران امريكا مفاهمت پاكستان د نړيوال امن علمبردار په توګه وړاندې كړې۔ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ترهه ګرۍ مخنيوي، غير قانوني مائيګريشن مخنيوي، اداره جاتي مرستي، پوليس ټريننګ پشمول بيلو څانګو كښې مرستي زياتولو ته سلاح راغله۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوي ووئيل د اپ سكيل پراجيكټ مثبت نتيجې رامخې ته شوي، د پاكستان ادارو د كار استعداد زيات شوې۔ پاكستان كښې غير قانوني مائيګريشن او انساني سمګلنګ په ضد د فرق نه غير كاروائي كيږي۔دواړو وزيرانو د جعلي سټوډنټ ويزو مسئلی حل له په ګډه كار كولو ته اتفاق وکړو۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل ځيني ترهه ګر تنظيمونه د افغانستان څخه هلي ځلي كوي، افغان دولت له به د پاكستان په ضد د خپلي خاروي استعمال مخنيوې كول وي۔وفاقي وزيران چوهدري سالك حسين، علي پرويز ملك، طلال چوهدري، عون چوهدري، سيكرټري داخله محمد خرم آغا، د برتانيې هائي كمشنر جين ميريټ، ډي جي ايف آئي اے، كمانډنټ اين پي اے او ډي جي اين سي سي آئي اے هم په دې موقع موجود وو

مزید خبریں
په تیرو مياشتو كښې پاکستان په نړيواله كچه مهمي كاميابۍ ترلاسه كړي چې ورسره د هېواد وقار لا زيات شوې۔سينيټر کامل علي آغا اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) سينيټر کامل علي آغا وئيلي دي په تیرو مياشتو كښې پاکستان په نړيواله كچه مهمي كاميابۍ ترلاسه كړي چې ورسره د هېواد وقار لا زيات شوې۔د شورو په ورځ په سېنېټ كښې په وفاقي بجټ 2026-27 بحث كښې ده د ايران او امريکې ترمينځه خبرو اترو كښې پيش رفت او امن لوظنامې لپاره د پاکستان کردار لويه سفارتي کاميابي ګرځولو سره د وزيراعظم محمد شهباز شريف، فيلډ مارشل سيد عاصم منير، نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار او داخله وزير محسن نقوي هلي ځلي وستائيلي۔ده ووئيل حکومت او رياستي ادارو په كډه هڅو د پاکستان نړيوال تشخص نور هم زيات کړو او د هېواد په اړه د يواځې والي تاثر ختم شوے۔ده د دفاعي بجټ زياتولو هركلې كولو سره ووئيل د هېواد د سلامتيا تقاضو ترمخه دا يو مهم اقدام دے دغسې پرمختيائي پروژو لپاره هم مناسب وسائل وركولو ته اړتيا ده چې د روزګار موقعې راپيدا شي او معاشي هلي ځلي وده ومومي۔