اسلام آباد۔15جون (اے پي پي) د جمعیت علمائے اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان وئېلي دي هېواد كښې سیاسي قواړ له به يو وارې بيا د جمهوریت ميثاق پلو تلل وي ، د آزاد کشمیر د صورتحال حل بايد په خبرو اترو راويستلے شي ، هېواد كښې د امن و امان او نورو حالاتو په اړه دې د ایوان ان کیمرہ غونډه راوبللې شي ، د آزاد کشمیر د …
هېواد كښې سیاسي قواړ له به يو وارې بيا د جمهوریت ميثاق پلو تلل وي ، د آزاد کشمیر د صورتحال حل بايد په خبرو اترو راويستلے شي ، مولانا فضل الرحمن
اسلام آباد۔15جون (اے پي پي) د جمعیت علمائے اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان وئېلي دي هېواد كښې سیاسي قواړ له به يو وارې بيا د جمهوریت ميثاق پلو تلل وي ، د آزاد کشمیر د صورتحال حل بايد په خبرو اترو راويستلے شي ، هېواد كښې د امن و امان او نورو حالاتو په اړه دې د ایوان ان کیمرہ غونډه راوبللې شي ، د آزاد کشمیر د صورتحال حل دې په خبرو اترو راويستلے شي ، هلته د هر کشمیري زړه د پاکستان لپاره دېزېږي ، د هند خلاف جنګ كښې کامیابي او د ایران امریکا جنګ مخ نيوي له د پاکستان د ثالثۍ ستائنه كوو، يو مستحکم افغانستان د پاکستان په حق كښې دے ۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې په راروان مالي كال وفاقي بجټ بحث كښې د جمعیت علمائے اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان زوئېل معیشت د پاکستان مسئله ده ، مونږ له تل پاتي صلاحات پلو تلل وو ،دا وخت هر پاکستانے 3 لاکھ 25 زره روپۍ پوره وړے دے ، په دې ټول صورتحال كښې غریب سړے د بنیادي خوراك څښاك څيزونو پشمول پخپل آمدن كښې یوټیلټي بلز هم وركوي ، د كوچنيانو تعلیم او صحت لپاره هم پیسې پكار دي ، هغه په دې تنخواہ كښې څنګه ګزارہ به كوي ۔ ده ووئېل هېواد كښې د غربت شرح زياتېږي ، د امن وامان صورتحال ناوړه دے ، په سندھ كښې د کچے د ډاکوانو مسئله ده او زموڼږ پلو په تھاڼو، سکیورټي فورسز بريدونه كېږي ۔ ده ووئېل په دې مسئله اصل حقائق راوړاندې كړې او غړي خبر كړئ ٬ ان کیمرہ غونډه راوبلې ۔ ده ووئېل د افغانستان سره هم د خبرو ضرورت دے،يو مستحکم افغانستان د پاکستان په حق كښې دے ۔ مولانا فضل الرحمان ووئېل په كا درې ځان كرګي بريدونه شوي ،زما په زامنو او د ګوند په لارښودو بريدونه شوي ، د دې باوجود مونږ ته د وسلې لرلو اجازه نشه ۔ ده ووئېل دې ایوان تر 2028 د سود د خاتمې ترمیم کړے خو دهغې پلو هةڅ پیشرفت نه كېږي ، د اسلامي نظریاتي کونسل په سفارشات ایوان كښې د بحث كولو قانون سازي شوې خو تر ننه يو سفارش باندې هم بحث ونه كړے شو۔ ده ووئېل د 1973 آئین بھټو وركړے ، مفتي محمود،خان عبدالولي خان، بزنجو په دې لاس ليكونه كړي ، وړو صوبو دا قبول کړے ؤ ٬ د هغې حلیه بدله كړې شوه ، په این ایف سي ایوارډ كښې تر سره شوې چې د صوبې حق به زياتېږي ٬ کمېدې نشي ۔











