ټوكيو۔ 21 ستمبر (اے پي پي) جاپان كښې د 65 كالو نه د زيات عمر لرونكو شمېره په زياتېدو 3 كروړه 62 لاكهه او 40 زره ته رسېدلې ده۔ كومه چې د ټول هېواد د ودانۍ 6۔29 فيصد ده او په دې كښې د مېرمنو شمېره د نارينه ؤ نه زياته ده۔ د شنهوا تر مخې د جاپان داخله وزارت او مواصلات تازه راپور په اړه ووئېل په 15 …
جاپان كښې د 65 كاله نه د زيات عمره كسانو وداني 30 فيصد٬ مېرمنې د نارينه ؤ نه زياتې دي٬ راپور

مزید خبریں
ټوكيو۔ 21 ستمبر (اے پي پي) جاپان كښې د 65 كالو نه د زيات عمر لرونكو شمېره په زياتېدو 3 كروړه 62 لاكهه او 40 زره ته رسېدلې ده۔ كومه چې د ټول هېواد د ودانۍ 6۔29 فيصد ده او په دې كښې د مېرمنو شمېره د نارينه ؤ نه زياته ده۔ د شنهوا تر مخې د جاپان داخله وزارت او مواصلات تازه راپور په اړه ووئېل په 15 ستمبر په ټول هېواد كښې د 65 كاله نه د زيات عمر لرونكو كسانو شمېره د 3 كروړه 62 لاكه 40 زره نه زياته وه كومه چې د هېواد د ودانۍ 6۔29 فيصد او د يو كال وړاندې په مقابل كښې 20 زره زياته ده۔ په مشرانو وګړو كښې د مېرمنو شمېره 54 ۔20 مېلين (2 كروړ 5 لاكه 40 زره ) او د نارينه ؤ 1 كروړ 57 لاكهه 10 زره ده ٬ چارواكو ووئېل د عمر په لحاظ 2 كروړه 91 لاكهه 10 زره كسان د 70 يا د دې نه د زياتو كلونو دي ٬ دغسې د 70 نه تر 75 كالو كسانو شمېره 2 كروړه 16 لاكهه 80 زره ده ٬ داسې 1 كروړ 28 لاكه كسان د 80 كالو نه د زيات عمر وو۔ نن د ګل ورځ په جاپان كښې د برزرګانو د احترانم ورځ ده ۔ د رائټپرز نه معلومه شوې ده چې د 65 كالو نه يا د دې نه زيات عمر لرونكو 43۔9 مېلين كسانو ته په 2025 كښې پرله پسې تر 22 كالو ملازمت وركړے شوے۔ كوم چې د جاپان د ټولې ملازم ودانۍ 8۔13 فيصد جوړېږي۔










