اسلام آباد 15جون(اے پی پی)د سينيټ چيِئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د اسلامي جمهوريه ايران او امريكې ترمينځه اوسني سفارتي پېشرفت هركلي كولو سره هيله څرګند كړه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه پرله پسې خبرې اترې او مثبت روابط به په منطقه كښې امن٬نړيوال استحكام او د اقتصادي خوشحالۍ د ودې سبب وګرځي۔د ګل په ورځ د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د سينيټ چيئرمېن ووئېل …
د ايران او امريكې ترمينځه سفارتي پېشرفت د سيمه ايز او نړيوال امن لپاره ګټور ګام دے۔سيد يوسف رضا ګېلاني
اسلام آباد 15جون(اے پی پی)د سينيټ چيِئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د اسلامي جمهوريه ايران او امريكې ترمينځه اوسني سفارتي پېشرفت هركلي كولو سره هيله څرګند كړه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه پرله پسې خبرې اترې او مثبت روابط به په منطقه كښې امن٬نړيوال استحكام او د اقتصادي خوشحالۍ د ودې سبب وګرځي۔د ګل په ورځ د سينيټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د سينيټ چيئرمېن ووئېل موجوده نړيوال او سيمه ايز صورتحال كښې سفارتكارۍ د شخړو حل او تل پاتې امن له تر ټولو موثر او پخوانۍ ذريعه ده۔ده ووئيل د ايران او امريكې ترمينځه مقصد لرونكې خبرې او مثبت پېشرفت د تاؤ تريخوالې كمې٬د باور سازۍ او په منطقه كښې امن او استحكام له وده كښې مهم كردار ادا كولې شي۔سيد يوسف رضا ګېلاني د دې عزم پخلے وكړو چې پاكستان تل د دې دريځ مرستياله پاتې شوے چې ټولې شخړې د خبرو ٬شريك احترام٬نړيوال قوانين او د امن ذريعو څخه حل كول پكار دي۔د سينيټ چيئرمېن سفارتي حل او د باور سازۍ ودې لپاره د كار كونكو ټولو ډلو هڅې ستائېلو سره هيله څرګنده كړه چې د ځيركتيا ٬تحمل او سياسي بصيرت د لارې به ټول اختلافات د مكالمې او شريك افهام و تفهيم څخه حل كړی شي۔ده د پاكستان د غېر متزلزل عزم پخلے وكړو چې پاكستان به په منطقه او نړۍ كښې امن٬خبرو ارتو ٬ګڼ اړخيزه مرستې او د همغږۍ ودې لپاره مخلصانه هڅې روانې ساتي دغسې چې يو پرامن٬مستحكم او خوشحال نړيوال ماحول ممكن شي۔











