اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د متحده عرب امارات نائب صدر٬وزيراعظم او دبئي حكمران شيخ محمد بن راشد المكتوم ورور شيخ احمد بن راشد المكتوم په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده ۔د ګل په ورځ د سماجي رابطې ويب پاڼې ايكس خپل پوسټ كښې نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار ووئيل د شيخ احمد بن راشد …
نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د شيخ احمد بن راشد المكتوم په مړينه د غمرازۍ څرګندونه وكړه
اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د متحده عرب امارات نائب صدر٬وزيراعظم او دبئي حكمران شيخ محمد بن راشد المكتوم ورور شيخ احمد بن راشد المكتوم په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده ۔د ګل په ورځ د سماجي رابطې ويب پاڼې ايكس خپل پوسټ كښې نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار ووئيل د شيخ احمد بن راشد المكتوم د مرګ خبر په اورېدو ډېر خفه شوے يم٬ د دبئي سلامتيا او پرمختګ او د متحده عرب امارات وسله والو ځواكونو لپاره د شيخ احمد بن راشد المكتوم خذمات به تر ډېرې مودې ياد ساتلې شي۔ده د پاكستان حكومت او اولس لخوا شيخ محمد بن راشد المكتوم٬د المكتوم كورنۍ او دبئي او متحده عرب امارات اولس سره د غمرازۍ څرګندونې كولو سره دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔











