لاهور 21 ستمبر (اے پي پي)د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن او د قومي پیغام امن كمېټۍ كوآرډينيټر حافظ محمد طاهر محمود اشرفي سره د چرچ آف پاكستان صدر بشپ آزاد مارشل د خپل پلاوي سره د هغه په استوګنه ملاقات وكړو او هغه ته يې د چرچ آف پاكستان لخوا د "ګلوبل پيس ايوارډ"په ترلاسه كېدو مباركي وركړه۔جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې بشپ آزاد مارشل ووئيل …
مولانا طاهر محمود اشرفي سره د بشپ آزاد مارشل ملاقات٬ په ګلوبل پيس ايوارډ مباركي
لاهور 21 ستمبر (اے پي پي)د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن او د قومي پیغام امن كمېټۍ كوآرډينيټر حافظ محمد طاهر محمود اشرفي سره د چرچ آف پاكستان صدر بشپ آزاد مارشل د خپل پلاوي سره د هغه په استوګنه ملاقات وكړو او هغه ته يې د چرچ آف پاكستان لخوا د “ګلوبل پيس ايوارډ”په ترلاسه كېدو مباركي وركړه۔جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې بشپ آزاد مارشل ووئيل حافظ محمد طاهر محمود اشرفي د انم٬مذهبونو ترمينځه همغږۍ٬مذهبي روادارۍ او مكالمې ودې لپاره ډېرې مودې څخه نه جاري خذمات د ستائنې وړ او وياړ سبب دي۔ده ووئيل د پاكستان مسيحي ورورولي د حافظ محمد طاهر محمود اشرف خذمات ته د قدر په نظر ګوري او د بيلو مذهبونو پيروكارو ترمينځه د افهام و تفهيم٬شريك احترام او همغږۍ ودې لپاره د هغه پرله پسې هڅو ته پيرزوئنې وړاندې كوو۔بشپ آزاد مارشل ووئېل طاهر محمود اشرفي تل د غېر مسلمه پاكستانيانو او مذهبي اقليتونو حقونو تحفظ لپاره غږ پورته كړے او په سخت وخت كښې د مسيحي ورورولۍ سره ولاړ پاتې شوے۔په دې موقع حافظ محمد طاهر محمود اشرفي د بشپ آزاد مارشل او د ډاډګيرنې او د هغه په خذمات د باور د څرګندونې مننه وكړه ۔حافظ محمد طاهر محمود اشرفي ووئيل زه په پاكستان كښې د اوسېدونكي هر پاكستاني امن٬سلامتيا او خذمات لپاره كار كول خپل فرض ګڼم۔پاكستان كښې د اوسيدونكو غېر مسلمه پاكستانيانو د ځان او مال٬عزت او حقونو تحفظ زمونږ اخلاقي٬قانوني او شرعي ذمه داري ده۔ده د پاكستان مسيحي ورورولۍ لخوا د باور٬مينې او په ډاډګيرنه د زړه له كومي مننه وكړه۔طاهر محمود اشرفي ووئيل د امن نړيوالې ورځې په موقع٬امن٬شريك احترام٬روادارۍ او د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ عزم د اجتماعي هڅو د لارې لا قوي كولو ته ضرورت دے۔











