واشنګټن۔ 21 ستمبر (اے پي پي) د چين او د امرېكې پلاويو په معاشي او تجارتي چارو د مشاورت په مهال تفصيلي او ګټورې خبرې وكړې۔ د شنهوا تر مخه د چين پلاوي مشري نائب وزيراعظم حه لي فنګ وكړه ٬ چا چې په نيو يارك كښې د امرېكې د خزانې وزير اسكاټ بېسنټ او د امرېكې تجارتي استازي جيمېسن ګرئير سره پهه تجارتي او معاشي چارو خبرې وكړې۔دواړو …
د چين او امرېكې ترمينځه په معاشي او تجارتي چارو څرګندې او ګټورې خبرې
واشنګټن۔ 21 ستمبر (اے پي پي) د چين او د امرېكې پلاويو په معاشي او تجارتي چارو د مشاورت په مهال تفصيلي او ګټورې خبرې وكړې۔ د شنهوا تر مخه د چين پلاوي مشري نائب وزيراعظم حه لي فنګ وكړه ٬ چا چې په نيو يارك كښې د امرېكې د خزانې وزير اسكاټ بېسنټ او د امرېكې تجارتي استازي جيمېسن ګرئير سره پهه تجارتي او معاشي چارو خبرې وكړې۔دواړو ډلو د هېوادونو د مشرانو ترمينځه د راغلي اتفاق په رڼا كښې د شرېكې خوښې په مهمو معاشي او تجارتي معاملات او په تېرو خبرو كښې د راغلي اتفاق تر مخه د عملدرآمد په چارو هم خبرې وكړې۔ خبرو ګښې په شريك احترام ٬ د شريكې بقا او د ګټې د مرستې اصول تر نظره اوساتلے شو ٬ دغسې ډلو په مصنوعي ځېركتيا چارو هم خبرې وشوې۔











