اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) د انفارمېشن ټیكنالوجی و ټیلي كمیونیكیشن وفاقي وزیري شزه فاطمه خواجه وئيلي دي د پاكستان د آئي ټي و ټیلی كام څانګي په تيرو كلونو كښې غیر معمولي پرمختګ كړے او د هېواد د ټیك برآمدات كښې د كال 20 نه تر 21 فیصده پرله پسې زياتوالے ریكارډ كیږي چې پكښې 50 فیصده څخه زيات برآمدات نيغ په نيغه متحده امریكا ته …
د ټیك برآمدات كښې 21 فیصده زياتوالے راغلے ،د نيمې څخه زيات برآمدات امریكا ته روان دي، نړيوالي كمپنۍ پاكستان ته راځي۔شزه فاطمه خواجه
اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) د انفارمېشن ټیكنالوجی و ټیلي كمیونیكیشن وفاقي وزیري شزه فاطمه خواجه وئيلي دي د پاكستان د آئي ټي و ټیلی كام څانګي په تيرو كلونو كښې غیر معمولي پرمختګ كړے او د هېواد د ټیك برآمدات كښې د كال 20 نه تر 21 فیصده پرله پسې زياتوالے ریكارډ كیږي چې پكښې 50 فیصده څخه زيات برآمدات نيغ په نيغه متحده امریكا ته كيږي چې له امله ئې امریكا زمونږ د ټیك كمیونټی قوي شراكت دار جوړ شوے۔دې د ګل په ورځ یونائیټډ سټیټس ایجوكیشنل فاؤنډیشن ان پاكستان تر سيوري لاندي ’’انوویشن هائیو ربن كټنګ سرمني‘‘ كښې د خاص ميلمنې په حيث وينا كوله۔دستوره كښې د امریكې ناظم الامور (چارج ډی افیئرز) نتالی بیكر او نورو سفارتي و تعلیمي شخصیات ګډون وكړو۔وفاقی وزیر ووئيل پاكستان كښې د لويو نړيوالو ټیك كمپنیو فزیكل موجودګی زياتيږي،تير كال ګوګل د كروم بك اسمبلۍ لائن دغسې سږ كال رسمي دفتر پرانسته كړې، ایپل د پاكستان لپاره وړاندې هیډ آف ګورنمنټ افیئرز تعینات كړے او د امریكې ایكسلریټر ’پلګ اینډ پلے‘ هم د هېواد ټیك ایكو سسټم برخه ګرځېدلې كومه چې صلاحیت لرونكو ځوانانو او د هېواد په ماركیټ د نړيوال باور ښكاره ثبوت دے۔دي واضحه كړه چې د وزیراعظم وژن ترمخه ډیجیټل ټرانسفارمېشن، آئي ټي او ټیلي كام د هېواد د معیشت، ګورننس، صحت او زراعت پشمول د ټولو څانګو د پرمختګ بنياد ګړځولې شوي دي











