بجټ  معاشي استحكام پلو مهم ګام دے۔سينيټر افنان الله

  اسلام آباد۔15جون(اے پی پی)په سينيټ كښې په وفاقي بجټ 27-2026 بحث كښې سينيټر افنان الله ووئېل حكومت په سختو معاشي حالاتو كښې متوازن بجټ وړاندې كړے دے او په اقتصادي اشارو كښې ښه والے د هېواد درست سمت پلو د تللو ثبوت دے۔ده ووئيل د ايران او امريكې ترمينځه د ممكنه لوظ نامې پېشرفت كښې د پاكستان مثبت سفارتي كردار مهم دے او په دې لړ كښې وزيراعظم محمد …

 

اسلام آباد۔15جون(اے پی پی)په سينيټ كښې په وفاقي بجټ 27-2026 بحث كښې سينيټر افنان الله ووئېل حكومت په سختو معاشي حالاتو كښې متوازن بجټ وړاندې كړے دے او په اقتصادي اشارو كښې ښه والے د هېواد درست سمت پلو د تللو ثبوت دے۔ده ووئيل د ايران او امريكې ترمينځه د ممكنه لوظ نامې پېشرفت كښې د پاكستان مثبت سفارتي كردار مهم دے او په دې لړ كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير د مباركۍ مستحق دې۔سينيټر افنان ووئېل موجوده حكومت مالياتي خساره كښې كمے راوستلو لپاره موثر اقدامات كړي او د ټيكس نظام كښې  به د لا اصلاحات د لارې خساره كمولې شي۔سينيټر افنان الله هيله څرګنده كړه چې د حكومتي اقدامات په نتيجه كښې به پاكستان د تل پاتې معاشي پرمختګ په لار روان شي او “بوم اينډ بسټ”معاشي چكر څخه په وتلو به مستحكم او پرله پسې پرمختګ  وكړي۔