د رېلوے وفاقي وزیر سره د روس ټریډ قونصلر  ملاقات، د روسیې کمپنیو د سرمایه کارۍ به هر كلے كوو ، محمد حنیف عباسي

  اسلام آباد۔15جون  (اے پي پي)د وزیر وفاقي وزير محمد حنیف عباسي سره د روسيه ټریډ قونصلر   په رېلوے  وزارت كښې ملاقات وكړو چې پكښې د  دواړو هېوادونو ترمينځه  د ریلوے په څانګه كښې د مرستې په ودې ، د سرمایه کارۍ په موقعو او  د شرېكې خوښې په چارو اتفصیلي خبرې وشوې  ۔ملاقات کښې وفاقي وزیر ووئېل  پاکستان د روس سره خپلو دوستانه اړيكو ته ډېر اهمیت وركوي ۔ …

 

اسلام آباد۔15جون  (اے پي پي)د وزیر وفاقي وزير محمد حنیف عباسي سره د روسيه ټریډ قونصلر   په رېلوے  وزارت كښې ملاقات وكړو چې پكښې د  دواړو هېوادونو ترمينځه  د ریلوے په څانګه كښې د مرستې په ودې ، د سرمایه کارۍ په موقعو او  د شرېكې خوښې په چارو اتفصیلي خبرې وشوې  ۔ملاقات کښې وفاقي وزیر ووئېل  پاکستان د روس سره خپلو دوستانه اړيكو ته ډېر اهمیت وركوي ۔ ده   د روسیې کمپنیو ته د  پاکستان ریلوے په مختلف ترقیاتي منصوبو كښې د شمولیت بلنې وركولو سره ووئېل ټریک اپ ګریډیشن، د سګنلنګ سسټمز جدید کارۍ او  آپریشنل استعداد كښې د زياتوالي لپاره به د روسي سرمایه کارو هر كلے كولې شي ۔ وفاقي  وزیر نزدې سباون كښې د  روس  دورہ کولو خوښي هم ولرله  ٬ دغسې چې د هغه ځائے د  جدید ریلوے نظام د نزدې نه جاج واغستلے شي  روس ټریډ قونصلر د پاکستان ریلوے ترقۍ لپاره د  روس مرستې په اړه خوښي څرګنده كړه٬ هغه ووئېل  روس پاکستان سره تکنیکي او  ادارہ جاتي همكاري لا  پراخه كول غواړي ۔ د ملاقات په آخر كښې فریقین د ریلوے مرستې د لارې د شرېكې ګتې او  اقتصادي ترقۍ د نوو  موقعو پیدا کولو عزم  څرګند كړو