اسلام آباد۔15جون (اے پی پی) د صدر مملكت وياند مرتضیٰ سولنګی وئيلي دي پاكستان د ايران امريكا شخړې سولئيز حل ممكن كړو، دا كاميابي زمونږ د اجتماعي هڅو نتيجه ده۔ د ګل په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې ده ووئيل زمونږ وسله والو ځواكونو د كومو مشري چې فیلډ مارشل سید عاصم منېر كوي ٬ زمونږ خارجه وزارت ٬ د كوم مشري چې اسحاق ډار كوي ٬ زمونږ …
پاكستان د ايران امريكا شخړې سولئيز حل ممكن كړو ٬ دا كاميابي زمونږ د ټولو د اجتماعي هڅو نتيجه ده: مرتضی سولنګي
اسلام آباد۔15جون (اے پی پی) د صدر مملكت وياند مرتضیٰ سولنګی وئيلي دي پاكستان د ايران امريكا شخړې سولئيز حل ممكن كړو، دا كاميابي زمونږ د اجتماعي هڅو نتيجه ده۔ د ګل په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې ده ووئيل زمونږ وسله والو ځواكونو د كومو مشري چې فیلډ مارشل سید عاصم منېر كوي ٬ زمونږ خارجه وزارت ٬ د كوم مشري چې اسحاق ډار كوي ٬ زمونږ حكومت د كوم مشري چې وزيراعظم شهباز شريف كوي او زمونږ رياست ٬ د كوم نمائندګي چې صدر مملكت آصف علي زرداري كوي ټولو 100 څخه د زياتو ورځو په مهال په عزم ٬حوصله او استقامت سره شپه وړځ خپلې هڅې كولې۔ ده ووئيل زمونږ خبريالانو ٬ د تعليم پوهانو ٬ سفارتكارو او نورو اړوندو وګړوهم امن لپاره روانې هڅې كاميابولو له شپه او ورځ خواري كړې۔ ده ووئيل په خاص توګه د اسلام آباد او پېنډۍ وګړي د مخبرو اترو په ورځو كښې د جام ټرېفك او د كاروباري مركزونو بند پاتې كېدو په څير يو شمېر نورو ستونزو سره مخ پاتې شول۔ ده ووئيل دا كاميابي زمونږ د ټولو د هڅو نتيجه ده ۔











