اسلام آباد۔15جون(اے پی پی) د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال رانا ثناﺀ الله د پاكستان فټ بال ډلې له 74 كاله پس د نړيوالې ټرافۍ په ګټلو مباركي سره دا يوه تاريخي كاميابي ګرځولې ده۔ په مالديب كښې د شوي ډائمنډ جوبلی انټرنېشنل فټ بال ټورنامنټ په څلور هېواديزه ايونټ كښې د پاكستان ٬ افغانستان ٬ بنګله دېش او مالديپ لوبډلو ګډون وكړو۔ قومی لوبډلې عزم او په …
د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال رانا ثناﺀ د پاكستان فټ بال ډلې له 74 كاله پس د نړيوالې ټرافۍ په ګټلو مباركي
اسلام آباد۔15جون(اے پی پی) د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال رانا ثناﺀ الله د پاكستان فټ بال ډلې له 74 كاله پس د نړيوالې ټرافۍ په ګټلو مباركي سره دا يوه تاريخي كاميابي ګرځولې ده۔ په مالديب كښې د شوي ډائمنډ جوبلی انټرنېشنل فټ بال ټورنامنټ په څلور هېواديزه ايونټ كښې د پاكستان ٬ افغانستان ٬ بنګله دېش او مالديپ لوبډلو ګډون وكړو۔ قومی لوبډلې عزم او په حوصلې سره د غوره لوبې په كولو ټائټل په خپل نوم كړو۔ ده ووئيل لوبډلې په دې ځانګړې كاميابۍ د قام سر په وياړ هسك كړے دے۔ ده ووئيل د سید محسن ګېلاني په مشرۍ كښې د پاكستان فټ بال فېډرېشن په زړه پورې پېشرفت د ستائنې وړ دے۔ ده هيله ولرله چې قامي لوبډله به سباؤن كښی هم دغسې نورې كاميابۍ ترلاسه كړي۔











