اسلام آباد۔15جون (اے پی پی) پاکستان علماﺀ کونسل د ایران امریکې امن لوظنامه كښې د پاكستان د كردار ستائنې سره په 19 جون د تشكر او دعا ورځ د لمانځلو اپيل كړے دے۔ اسلامي او خليجي هېوادونو او د بېن المذاهب هم آهنګۍ لپاره د وزيراعظم کوآرډینېټر او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي په خپل بيان كښې د امريكې او ايران ترمينځه د امن په …
د پاكستان علماﺀ كونسل 19 جون د تشكر او دعا ورځې په توګه د لمانځلو اپيل
اسلام آباد۔15جون (اے پی پی) پاکستان علماﺀ کونسل د ایران امریکې امن لوظنامه كښې د پاكستان د كردار ستائنې سره په 19 جون د تشكر او دعا ورځ د لمانځلو اپيل كړے دے۔ اسلامي او خليجي هېوادونو او د بېن المذاهب هم آهنګۍ لپاره د وزيراعظم کوآرډینېټر او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي په خپل بيان كښې د امريكې او ايران ترمينځه د امن په لوظنامه كښې د پاكستان كردار ستائېلو سره ووئيل دې پېشرفت سره په نړيواله كچه د پاكستان مقام زيات زيات مستحكم شوے دے۔ ده ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف لخوا اعلان شوې د ايران او امريكې امن لوظنامه د پاكستانۍ مشرتابه د پرله پسې هڅو نتيجه ده۔ ده ووئيل ټول قام په خپل قيادت او په خاص توګه وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منېر باندې وياړي كومو چې امن له مهم كردار ترسره كړو۔ ده د نائب وزيراعظم اسحاق ډار سفارتي هڅو ته هم پیرزوئنې وړاندې كړې۔ ده هيله ولرله چې د امن دا لاره به د مظلوم فلسطيني او كشميري اولس لپاره هم د روښانه سباؤن ٬ د انصاف او جائز حقونو د ترلاسه كولو ذريعه وګرځي۔ ده پاكستاني اولس او په ګرده نړۍ كښې مېشته پاكستانو وګړو ته 19 جون د تشكر او دعا ورځې په توګه د لمانځلو غږ وكړو دغسې چې په امن لوظنامه د پروردګار شكر ادا كړے شي۔ ده په خپله وېنا كښې د سعودي عربستان او تركيه په شمول د نورو اسلامي هېوادونو د مشرتابه هم مننه وكړه چا چې د امن لوظنامې په عملي كولو كښې د پاكستان د ثالثۍ په زړه پورې ملاتړ كړے۔











