اسلام آباد۔15جون (اے پي پي ) نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار سره د برطانیي د فارن، کامن ویلتھ اینډ ډویلپمنټ آفس (ایف سي ډي او ) لپاره پارلیماني نائب خارجه وزير ہیمش فالکنر ملاقات وكړو ۔د ګل په ورځ د خارجه وزارت نه جاري بیان تر مخه همیش فالکنر د امریکې او ایران لوظ نامې ممکن كولو كښې پاکستان مثبت سفارتي کردار ډېر وستائېلو ۔دواړو …
نائب وزیراعظم محمد اسحاق ډار سره د برطانیې د ایف سي ډي او لپاره پارلیماني نائب خارجه وزير وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد۔15جون (اے پي پي ) نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار سره د برطانیي د فارن، کامن ویلتھ اینډ ډویلپمنټ آفس (ایف سي ډي او ) لپاره پارلیماني نائب خارجه وزير ہیمش فالکنر ملاقات وكړو ۔د ګل په ورځ د خارجه وزارت نه جاري بیان تر مخه همیش فالکنر د امریکې او ایران لوظ نامې ممکن كولو كښې پاکستان مثبت سفارتي کردار ډېر وستائېلو ۔دواړو لارښودو د پاکستان او برطانیي د اړيكو جاج واغست او په سيمه ايزو او نړيوالو چارو يې خبرې وكړې ۔نائب وزیراعظم و خارجه وزیرِ تل پاتي سيمه ايز امن او استحکام لپاره د خبرو اترو او د سفارتکارۍ د عزم پخلے وكړو ۔په دې مهال دواړو هېوادونو د پاکستان او برطانیي تر مينځه د مرستې اړېكې لا مضبوطولو لپاره د عزم هم پخلے وكړو









