اسلام آباد۔15جون(اے پی پی) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار سره د جاپان خارجه وزير توشیمیتسو موټیګی ټېلېفوني تماس نيولے۔ د ګل په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو د امريكې او ايران ترمينځه د روانې صلحې هركلے وكړو او سيمه ايز ثبات او د نړيوالې ورورولۍ په پراخه ګټه كښې د دې د اهميت يې اعتراف وكړو۔ د جاپان …
نائب وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار سره د جاپان خارجه وزير ټېلېفوني تماس ،د امريكې او ايران په مفاهمت كښې د پاكستان د كردار ستائنه

مزید خبریں
اسلام آباد۔15جون(اے پی پی) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار سره د جاپان خارجه وزير توشیمیتسو موټیګی ټېلېفوني تماس نيولے۔ د ګل په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې دواړو لارښودو د امريكې او ايران ترمينځه د روانې صلحې هركلے وكړو او سيمه ايز ثبات او د نړيوالې ورورولۍ په پراخه ګټه كښې د دې د اهميت يې اعتراف وكړو۔ د جاپان خارجه وزير په دې ټول عمل كښې د پاكستان د مستقل مصالحتي كردار او رغنده هڅو د خپل حكومت لخوا زياته ستائنه وكړه۔ دواړو لارښودو د پرله پسې سفارتي رابطو په اهميت زور راوړلو سره د دې عزم پخلے وكړو چې دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطولو او د شريكې خوښې په چارو به نزدې همكاري او د خيالاتو څرګندونه جاري ساتلې شي









