اسلام آباد۔15جون (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر ایازصادق وئېلي دي د درېم نړيوال جنګ ج مخ نيوي درناوے د پاكستان په برخه كښې راغلے دے ، پاکستان د نوبل امن ایوارډ حق دار دے ۔ د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې په پېل كښې د امریکې او ایران په لوظ نامه د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئېل د لوي څښتن چې څومره هم شكر ادا كړے شي …
د دريم نړيوال جنګ د مخ نيوي درناوے د پاکستان په برخه كښې راغلے دے ، پاکستان د نوبل امن ایوارډ حق دار دے ، د قاقي اسمبلۍ سپیکر

مزید خبریں
اسلام آباد۔15جون (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر ایازصادق وئېلي دي د درېم نړيوال جنګ ج مخ نيوي درناوے د پاكستان په برخه كښې راغلے دے ، پاکستان د نوبل امن ایوارډ حق دار دے ۔ د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې په پېل كښې د امریکې او ایران په لوظ نامه د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئېل د لوي څښتن چې څومره هم شكر ادا كړے شي لږ دے ځكه چې هغه دا درناوے پاکستان له وركړے دے او پاکستان ته عزت تر لاسه شو د كوم له امله چې درېم نړيوال جنګ شاید چې كېدونكے ړ مخ نيوے اوشو ۔ده ووئېل د ایران او امریکې په امن لوظنامه هغه حکومت، اولس او د پارلیمان غړو ته مبارکي وركوم ۔ پهخ دې لوظنامه وزیراعظم او نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار هم د مبارکۍ مستحق دي د چا په ډېرو پرله پسې ستړو چې پیش رفت ممکن شو ۔ سپیکر ووئېل زه د چیف آف ډیفنس سټاف فیلډ مارشل عاصم منیر مسلسل هڅو او محنت ته هم پېرزوئنې وړاندې كوم ۔سپیکرد داخله وزير محسن نقوي د رابطو ،د قامي سلامتیا صلاحكار د هڅو ، د خارجه سیکرټري آمنہ بلوچ ، د فارن آفس د ډلې او په لوظ نامه اتفاق راوستو لپاره د مثبت کردار دار ادا كوونكو هېوادونو هم ستئانه كوم ۔ده ووئېل د پاکستان قیادت د نوبل امن انعام حق دار دے ،سپیکر د مېلمنو ګیلرۍ كښې د دوست هېوادونو سفیرانو ته هر كلي سره ووئېل پاکستان كښې د ایران سفیررضا امیري مقدم دلته يو نومړے شخصیت دے ،زمونږ د ټولو سره د ده تعلق هم شته او په دې ټوله معامله كښې د ده هڅې د ډېرې ستائنې جوګه دي۔









