صدر آصف علي زرداري د امريكا او ايران ترمينځه د مفاهمت اعلان خوشبين وګرځولو

  اسلام آباد۔15جون(اے پی پی) صدر آصف علي زرداري د امريكا او ايران ترمينځه د مفاهمت اعلان خوشبين ګرځولو سره هيله څرګنده كړې ده چې دې سره به د يوې حتمي لوظنامې لاره هواره شي او دا به په منطقه كښې د تلپاتې او بشپړ  امن بنياد جوړ شي۔ د ګل په ورځ په اېكس خپل بيان كښې صدر مملكت ووئيل چې پاكستان په دې خبره وياړ لري چې په …

 

اسلام آباد۔15جون(اے پی پی) صدر آصف علي زرداري د امريكا او ايران ترمينځه د مفاهمت اعلان خوشبين ګرځولو سره هيله څرګنده كړې ده چې دې سره به د يوې حتمي لوظنامې لاره هواره شي او دا به په منطقه كښې د تلپاتې او بشپړ  امن بنياد جوړ شي۔ د ګل په ورځ په اېكس خپل بيان كښې صدر مملكت ووئيل چې پاكستان په دې خبره وياړ لري چې په دې سخت وخت كښې يۍ د مذاكراتو او سفارتكارۍ پرله پسې ملاتړ كړے دے۔ ده زياته كړه چې دا پېش رفت د ګڼ اړخيزه همكارۍ مضبوطولو او د دوه اړخيزه احترام او تړون د لارې د شخړو حل ته وده وركولو پلو يو مهم قدم هم دے۔ ده دعا وكړه چې دا هڅې دې په منطقه او ګرده نړۍ كښې د نور امن ٬ استحكام او سوكالۍ سبب وګرځي

مزید خبریں