پخوانے سېنېټر تاج آفريدي په موټروے ترافيكي پېښه كښې په حق ورسېد

  اسلام آباد/پېښور ۔12جون (اے پی پی) پخوانے سېنېټر تاج آفریدي په موټروے اېم ون كرنل شېر خان انټرچېنج ته نزدې ترافيكي پیښه كښې په حق ورسېد۔ په پېښه كښې د هغه ډرائيور په معجزانه توګه معمولي ژوبل شوے دے۔ د موټر وے پوليس وياند له مخې سېنېټر تاج آفريدي په خپل جيپ كښې اسلام آباد څخه پېښور ته روان ؤ ۔ كرنل شېر خان انټرچېنج سره د هغه ګاډې …

 

اسلام آباد/پېښور ۔12جون (اے پی پی) پخوانے سېنېټر تاج آفریدي په موټروے اېم ون كرنل شېر خان انټرچېنج ته نزدې ترافيكي پیښه كښې په حق ورسېد۔ په پېښه كښې د هغه ډرائيور په معجزانه توګه معمولي ژوبل شوے دے۔ د موټر وے پوليس وياند له مخې سېنېټر تاج آفريدي په خپل جيپ كښې اسلام آباد څخه پېښور ته روان ؤ ۔ كرنل شېر خان انټرچېنج سره د هغه ګاډې پېښې سره مخ شو۔ د پوليس وياند ووئيل  د ابتدائي اطلاع له مخې پېښه په ګاډي كښې د تكنيكي خرابۍ له امله رامخې ته شوه چې په نتيجه كښې يۍ ګاډې بې قابو شو۔ پخوانے سېنېټر د زيات ژوبل كېدو له امله په حق ورسېد۔ د هغه ډرائيور معمولي ژوبل شوے كوم ته چې طبي آسانۍ وركړې شوي دي

مزید خبریں