پاكستان څخه اروپا لپاره غير قانوني اميګريشن كښې 64 فيصد كمے راغلے، د نړيوالو ادارو د مؤثره اقدامات اعتراف

  اسلام آباد 17 ستمبر  (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې د بشري قاچاق مخنيوي لپاره شوو مؤثر اقدامات په نتيجه كښې د پاكستان څخه د اروپا پلو  غير قانوني اميګريشن كښې 64 فيصد ريكارډ كمے راغلے٬   دغسې انټرنيشنل سنټر فار مائيګريشن پاليسي ډويلپمنټ (ICMPD) او د اروپائي ائتلاف بارډر اينډ كوسټ ګارډ ايجنسي ''فرنټيكس'' غير قانوني اميګريشن مخنيوي لپاره د پاكستان موثر …

 

اسلام آباد 17 ستمبر  (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې د بشري قاچاق مخنيوي لپاره شوو مؤثر اقدامات په نتيجه كښې د پاكستان څخه د اروپا پلو  غير قانوني اميګريشن كښې 64 فيصد ريكارډ كمے راغلے٬   دغسې انټرنيشنل سنټر فار مائيګريشن پاليسي ډويلپمنټ (ICMPD) او د اروپائي ائتلاف بارډر اينډ كوسټ ګارډ ايجنسي ”فرنټيكس” غير قانوني اميګريشن مخنيوي لپاره د پاكستان موثر او په وخت پريكړي ستائيلو سره د بشپړه مرستي باور وركړر۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د انټرنيشنل سنټر فار مائيګريشن پاليسي ډويلپمنټ ډائريكټر جنرل سوزين راب او فرنټيكس ايګزيكټو ډائريكټر هانس ليئتنس جلا جلا ملاقاتونه وكړل ٬ په دې مهال  د غير قانوني اميګريشن مخنيوي او  د بارډر مينجمنټ مؤثره كولو لپاره  د شريكي مرستي لا قوي كولو د عزم پخلے وشو۔  د آئي سي ايم پي ډي پلاوي د وفاقي تحقيقاتې ادارې (FIA) رسك ايناليسس رپورټ په خاص توګه وستائېلو او د بشپړه ختمولو هدف ترلاسه كولو كښې ئې د پاكستان سره د هر ممكن همكارۍ  روانې ساتلو له  د عزم څرګندونه وكړه۔وفاقي وزير  محسن نقوي په دې موقع په خبرو كښې ووئيل د وسائلو كمي باوجود غير قانوني اميګريشن كښې 64 فيصد كمے يو مشكل هدف ؤ كوم چې ټولي ډلي په شپه ورځ محنت  سره ممكن كړو ۔ د ملاقاتونو په مهال فرنټيكس ايګزيكټو ډائريكټر هانس ليئتنس هم د پاكستان هڅي ستائيلو سره مقرره اهداف سر كولو كښې د بشپړ كردار ترسره كولو باور وركړو۔په دې مهال وزير مملكت طلال چوهدري، سپيشل سيكرټري داخله، ډي جي ايف آئي اے پشمول فرنټيكس پلاوي غړي ايوا كاپونا، اسټيفانو فيلا، جان وائيسټل او سينئر لائژن آفيسر ټو پاكستان رالف شوئپفلن ههم موجود وو۔