اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د نجكارۍ صلاحكار محمد علي ليډرز ان اسلام آباد بزنس سمټ ته وينا كښې ووئيل د بده مرغه پاكستان د يو مشكل دور څخه تيريږي، خو مونږ معاشي استحكام ترلاسه كرے ۔شرح سود او ګرانۍ كښې كمے راغلے او د هېواد كرنسي هم مستحكمه ده۔د زيارت په ورځ سمټ ته وينا په مهال ده ووئيل د دې موقعې څخه ګټه …
شرح سود او ګرانۍ كښې كمے راغلے ٬ د هېواد كرنسي هم مستحكمه ده۔د وزيراعظم د نجكارۍ صلاحكار محمد علي

مزید خبریں
اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د نجكارۍ صلاحكار محمد علي ليډرز ان اسلام آباد بزنس سمټ ته وينا كښې ووئيل د بده مرغه پاكستان د يو مشكل دور څخه تيريږي، خو مونږ معاشي استحكام ترلاسه كرے ۔شرح سود او ګرانۍ كښې كمے راغلے او د هېواد كرنسي هم مستحكمه ده۔د زيارت په ورځ سمټ ته وينا په مهال ده ووئيل د دې موقعې څخه ګټه پورته كول زمونږ لپاره لوئ چيلنج او لويه تقاضا ده۔ده ووئيل معاشي استحكام زمونږ منزل نه بلكه اقتصادي پرمختګ ترلاسه كول زمونږ اصل منزل دے، مونږ له به دې خبري ته پام لرنه كول وي چې 25 كاله پس به پاكستان څنګه وي۔ده ووئيل سباؤن كښې د پاكستان په شهري مركزونو به د انفراسټركچر، انساني وسائلو او نورو وسائلو په اړه زيات فشار وي۔د نجكارۍ صلاحكار ووئيل يواځې د نن پاكستان لپاره نه بلكې د 2050 او هغې نه پس پاكستان لپاره پيداواري او مؤثر بنياد وركولو ته اړتيا ده،د پاكستان تعمير و پرمختګ لپاره به مونږ له سباؤن تر مخه منصوبه بندي كول وي۔










