كوئټه 17 ستمبر (اے پي پي) د قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كچھي او بلوچستان اسمبلۍ كښې پارليماني سيكرټري حاجي ولي محمد نورزئي ووئيل خاص ماشومانو له معياري تعليم سره سره هنر هم وركړے كيږي،د بلوچستان په نورو ضلعو كښې هم خاص ماشومانو لپاره نورو سكولونو جوړولو ته اړتيا ده، وفاقي حكومت به په دې لړ كښې د صوبائي حكومت هر ممكن مرسته كوي۔د دې خيالاتو …
بلوچستان كښې خاص ماشومانو لپاره به نور سكولونه جوړولې شي۔ اورنګزيب خان كچھي
كوئټه 17 ستمبر (اے پي پي) د قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان كچھي او بلوچستان اسمبلۍ كښې پارليماني سيكرټري حاجي ولي محمد نورزئي ووئيل خاص ماشومانو له معياري تعليم سره سره هنر هم وركړے كيږي،د بلوچستان په نورو ضلعو كښې هم خاص ماشومانو لپاره نورو سكولونو جوړولو ته اړتيا ده، وفاقي حكومت به په دې لړ كښې د صوبائي حكومت هر ممكن مرسته كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده كوئټه كښې د وړومبي سينټر آف ايكسيلنس او ډېف ريچ سينټر افتتاحي دستوري ته وينا كښې وكړه۔ دستوره كښې وفاقي سيكرټري اسد رحمن ګيلاني، سيكرټري عصمت الله قريشي، ډائريكټر جنرل سماجي بهبود سيف الله كھيتران، د پاكستان پاورټي ايليويشن فنډ چيف ايګزيكټو نادر ګل بړيچ، ډاكټر دوست محمد بړيچ،صوبائي محتسبې طاهره بلوچ او نورو چارواكو او شخصياتو ګډون وكړو۔دستوره كښې د تلاوت كلام پاك نه پس د اشارو په ژبه د تلاوت ترجمه وكړې شوه۔وفاقي وزير اورنګزيب خان كچھي ووئيل د ډيف اسكول په دوره كولو وياړ محسوسوم، خاص ماشومانو لپاره دا اسكول فعاله كول مهم اقدام دے۔ د ډونرز په مرسته د اسټيټ آف دي آرټ اسكولز جوړولو سره به خاص ماشومانو لپاره ښه تعليمي نظام وده ومومي۔ده ووئيل زه باور لرم چې د بلوچستان وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې صوبائي حكومت د خاص ماشومانو د مسئلو څخه خبر دے او د صوبې بيلو ضلعو كښې به نور هم اسكولونه جوړ شي۔ خاص ماشومانو ته د تعليم سره سره مختلف هنرونه هم ښودلې كيږي دغسې جې دا د ټولني كارآمد وګړي جوړ شي۔ده د بلوچستان حكومت ته ووئېل د خاص ماشومانو د تعليم ودي لپاره به اړوندو ادارو سره مرسته كولې شي۔ ده ووئيل په ټول پاكستان كښې په 108 ځايونو خاص ماشومانو لپاره به اسكولز جوړولې شي۔











