اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير و صدر استحكام پاكستان پارټي عبدالعليم خان سره د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف ملاقات وكړو،د ملاقات په مهال هېواد كښې د نوي صوبو او انتظامي يونټس جوړولو پشمول په مجموعي او سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د مواصلات وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف خېبرپښتونخوا …
نوې انتظامي يونټس جوړولو ته اړتيا ده،په دې معامله به ډير زر څه مثبت پيش رفت رامخې ته شي۔وفاقي وزراعبدالعليم خان او سردار محمد يوسف په ملاقات كښې خبري اتري
اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير و صدر استحكام پاكستان پارټي عبدالعليم خان سره د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف ملاقات وكړو،د ملاقات په مهال هېواد كښې د نوي صوبو او انتظامي يونټس جوړولو پشمول په مجموعي او سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د مواصلات وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف خېبرپښتونخوا كښې د هزاره صوبے جوړولو پرله پسې او بشپړه حمايت كولو د عبدالعليم خان مننه وكړه او د نوي صوبو په حق كښې په موثره غږ پورته كولو ئې هغه ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔په دې موقع وفاقي وزير عبدالعليم خان ووئيل دا د صوبو تقسيم نه بلكه د هغې ښه او فعال تنظيم معامله ده۔څلورو واړو صوبو كښې نوي انتظامي يونټس جوړولو ته اړتيا ده او د وخت مهمه تقاضا جوړه شوي۔ده واضحه كړه چې زمونږ مقصد يواځې سياست كول نه بلكه د اولس حقيقي مسئلو كوټلي حل ولټولې شي او وګړو ته په درشل تعليم، صحت او بنيادي شهري سهوليات وركولو باوري شي۔ملاقات كښې دواړه لارښود دې خبري ته صلاح شول چې موجوده روايتي صوبائي نظام اولس له ريليف وركولو او ډيليور كولو كښې ناكامه شوې۔ نړۍ د جديد انتظامي اصلاحات سره مخ په وړاندې روانه ده دغسې مونږ د بده مرغه 80 كاله پخواني نظام سره تړلي شوې يو۔لارښودو په دې خبره زور راوړو چې نوي صوبو په سرخط ټول سټيك هولډرز ترمينځه په زړه پوري مكالمه وشي او هر ډول ډيډ لاك څخه ډډه وكړې شوي۔










