پېښور ۔ 12 جون (اے پی پی) په سوات اېكسپرېس وے كاټلنګ ته نزدې ترافيكي پېښه كښې پولس اهلكار شهيد او درې نور ژوبل شول۔ د نېشنل هائی وېز اېنډ موټروے پولیس له مخې سب انسپكټر نظام الدین او سب انسپكټر اکبرعلی د معمول وظيفه ترسره كوله چې په دغه مهال مردان كښې د غازي بابا تھاڼې د حدود دننه پيپلز برج ته نزدې تند رفتاره موټر ووهلو۔ د …
په سوات اېكسپرېس وے ترافيكي پېښه كښې پوليس اهلكار شهيد ، درې ژوبل ، يو ماشوم په حق ورسېد

مزید خبریں
پېښور ۔ 12 جون (اے پی پی) په سوات اېكسپرېس وے كاټلنګ ته نزدې ترافيكي پېښه كښې پولس اهلكار شهيد او درې نور ژوبل شول۔ د نېشنل هائی وېز اېنډ موټروے پولیس له مخې سب انسپكټر نظام الدین او سب انسپكټر اکبرعلی د معمول وظيفه ترسره كوله چې په دغه مهال مردان كښې د غازي بابا تھاڼې د حدود دننه پيپلز برج ته نزدې تند رفتاره موټر ووهلو۔ د ټكر په نتيجه كښې سب انسپكټر نظام الدېن په موقع شهيد او بل سب انسپكټر اكبر علي او فائن كلېكشن اهلكار ژوبل شول۔ د موټروے پوليس له مخې په پېښه كښې ګاډي كښې سفر كونكے ماشوم هم په حق ورسېد او ښځه خاوند ژوبل شول۔ ژوبل شوي طبي مرستې او شهيد اهلكار پوسټ مارټم له مردان مېډيكل كمپلېكس ته منتقل كړے شول۔ د ابتدائي تحقيقات له مخې پېښه د ډرائيور د غفلت او تند رفتارۍ له امله رامخې ته شوې۔ چارواكو د پېښې لا پلټې پېل كړې دي۔











