اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقی وزیر مصطفیٰ کمال په مشرۍ كښې د بین الاداره جاتی رابطه کمېټۍ غونډه وشوه،چې پكښې د پاکستان د معمول حفاظتی ټیکه جات پروګرام كښې د هیګزویلنټ ویکسین معارفي كولو منظوری وركړې شوه ٬ په غونډه كښې د اړوندو صوبائی چارواكو سره په مشاورت د هیګزویلنټ ویکسین قامي حفاظتي ټیکه جات پروګرام كښې د شاملولو منظوری وركړې شوه ۔ …
هیګزویلنټ ویکسین پلو منتقل كيدل د پاکستان د حفاظتی ټیکو پروګرام لپاره مهم پیش رفت دے۔ د قامي روغتيا وفاقی وزیر مصطفیٰ کمال

مزید خبریں
اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقی وزیر مصطفیٰ کمال په مشرۍ كښې د بین الاداره جاتی رابطه کمېټۍ غونډه وشوه،چې پكښې د پاکستان د معمول حفاظتی ټیکه جات پروګرام كښې د هیګزویلنټ ویکسین معارفي كولو منظوری وركړې شوه ٬ په غونډه كښې د اړوندو صوبائی چارواكو سره په مشاورت د هیګزویلنټ ویکسین قامي حفاظتي ټیکه جات پروګرام كښې د شاملولو منظوری وركړې شوه ۔ په دې موقع د روغتيا وفاقی وزیر مصطفیٰ کمال ووئيل هیګزویلنټ ویکسین پلو منتقل كيدل د پاکستان معمول حفاظتی ټیکو پروګرام لپاره مهم پیش رفت دے۔ده ووئيل د تيرو 14 مياشتو راهسې ګاوی او د نورو نړيوالو شراکت دارو سره تر هیګزویلنټ ویکسین رسني لپاره پرله پسې هڅي كيدلې۔ هیګزویلنټ ویکسین سره به ماشومانو ته د 6 رنځونو څخه تحفظ وركړے شي دغسې ماشومانو ته به لږ انجیکشن لګیږي،دې سره به د هغوي تکلیف كم شي او د مور او پلار باور او مرسته به زياته شي۔وفاقی وزیر ووئيل د هیګزویلنټ ویکسین لګولو سره به حفاظتي ټیکه جات نظام نور هم مؤثر شي او د ویکسین تر لرې پرتو سيمو لا رسنولو له به مرسته تر لاسه شي۔مصطفیٰ کمال د ګاوي ، ګلوبل فنډ، د روغتيا نړيوالي ادارې (ډبلیو ایچ او)، یونیسیف، ګیټس فاؤنډیشن او نورو شراکت دارو د مرستي مننه وكړه۔دغسې یونیسف، ګاوي او د روغتيا نړيوالي ادارې د هیګزویلنټ ویکسین منتقل كولو لپاره د روغتيا وفاقی وزیر مصطفیٰ کمال عزم او قیادت وستائېلو۔










