د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي د فټبال ټورنامنټ په ګټلو پاكستانۍ لوبډلې له مباركي

لاهور۔11جون(اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ (پي سي بي) چیئرمېن محسن نقوی په مالديپ كښې د ډائمنډ جوبلی انټرنېشنل فټبال ټورنامنټ په ګټلو پاكستانۍ فټبال ډلې له مباركي وركولو سره وئيلي دي ګرين شرټس افغانستان ته  ماتې وركولو سره د ټول قام سر په وياړ پورته كړې دې۔ د مباركۍ خپل پېغام كښې محسن نقوي ووئيل قومي فټبال ډلې غوره لوبه كولو او د غېر معمولي جذبې څرګندولو سره …

لاهور۔11جون(اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ (پي سي بي) چیئرمېن محسن نقوی په مالديپ كښې د ډائمنډ جوبلی انټرنېشنل فټبال ټورنامنټ په ګټلو پاكستانۍ فټبال ډلې له مباركي وركولو سره وئيلي دي ګرين شرټس افغانستان ته  ماتې وركولو سره د ټول قام سر په وياړ پورته كړې دې۔ د مباركۍ خپل پېغام كښې محسن نقوي ووئيل قومي فټبال ډلې غوره لوبه كولو او د غېر معمولي جذبې څرګندولو سره تاريخ رقم كړو۔ ده ووئيل زياته موده پس اولنے انټرنېشنل فټبال ټائټل ګټل د پاكستانۍ فټبال ډلې د نوي دور پېل دے۔ ده د لوبغاړو او ټېم منېجمنټ خواري او جذبه ستائلو سره دوي لپاره يۍ نېكې هيلې څرګندې كړې۔