د چوهدري لطيف اكبر په مظفر آباد كښې د پوځي چورلكې په پېښه د غمرازۍ څرګندونه

  مظفر آباد۔10جون(اے پی پی)د آزاد جمو وكشمير لنډ مهاله صدر چوهدري لطيف اكبر په مظفر آباد كښې د پاك پوځې چورلكې په دړدېدلې پېښې د ژور غم دړد او افسوس څرګندونې سره شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې لنډ مهاله صدر ووئيل د پاك پوځ مېړني افسران او ځوانان د وطن دفاع او سلامتيا له ځانګړې قربانۍ وركوي۔ د چورلكې پېښه كښې شهيد شوي …

 

مظفر آباد۔10جون(اے پی پی)د آزاد جمو وكشمير لنډ مهاله صدر چوهدري لطيف اكبر په مظفر آباد كښې د پاك پوځې چورلكې په دړدېدلې پېښې د ژور غم دړد او افسوس څرګندونې سره شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې لنډ مهاله صدر ووئيل د پاك پوځ مېړني افسران او ځوانان د وطن دفاع او سلامتيا له ځانګړې قربانۍ وركوي۔ د چورلكې پېښه كښې شهيد شوي اهلكار د قام اتلان دي ٬ د دوي قربانۍ به تر اوږدې مودې يادې ساتلې شي۔ ده پېښه كښې د شهيدو شوو افسرانو او ځوانانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كولو سره ووئيل په دې دړدېدلې پېښه ټول قام خفه دے او په دې سخت وخت كښې د شهيدانو كورنيو سره يو برابر ولاړ دے۔ ده دعا وكړه چې پروردګار دې شهيدانو له د خپل رحم په پلو كښې ځے او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم توفيق وركړي

مزید خبریں