د خېبر پښتونخوا آئي جي پي ذوالفقار حمید سره د اهل تشیع ورورولۍ د مختلف تنظیمونو استازو ٬ د علماء پلاوي ملاقات

پیښور ۔ 10 جون (اے پي پي )د خېبر بښتونخوا پوليس انسپكټر جنرل ذوالفقار حمید سره د اهل تشیع ورورولۍ د مختلف تنظیمونو استازو او نامائنده علماﺀ په سنټرل پولیس آفس پیښور كښې ملاقات وكړو ۔د سنټرل پولیس آ فس پیښور وياند تر مخه ملاقات كښې په صوبه كښې د محرم الحرام په مهال د مثالي امن وامان په مختلف چارو خبرې وشوې او وړاندېزونه وركړے شول ۔ آئي جي …

پیښور ۔ 10 جون (اے پي پي )د خېبر بښتونخوا پوليس انسپكټر جنرل ذوالفقار حمید سره د اهل تشیع ورورولۍ د مختلف تنظیمونو استازو او نامائنده علماﺀ په سنټرل پولیس آفس پیښور كښې ملاقات وكړو ۔د سنټرل پولیس آ فس پیښور وياند تر مخه ملاقات كښې په صوبه كښې د محرم الحرام په مهال د مثالي امن وامان په مختلف چارو خبرې وشوې او وړاندېزونه وركړے شول ۔ آئي جي پي په دې موقع پلاوي سره خبرو كښې ووئېل د محرم الحرام په موقع د اولس د ځان و مال او د عزت تحفظ لپاره فول پروف امنيتي انتظامات مکمل كړے شوي دي ،د اړي ګړي هڅې ناکامه كولو لپاره پولیس چمتو كړے شوے دے ۔ده د محرم الحرام په عشره كښې د مختلف مکاتب فکر خلقو تر مينځه د نزدې رابطې او د اتحاد و اتفاق په ځائے ساتلو ضرورت زور راوړو ۔ ده ووئېل مونږ ټولو له به په ګده ټولنه كښې د امن وامان راوستو او د ترقۍ و خوشحالۍ لپاره په نیک نیتۍ سره كار كول وي ، د محرم الحرام په برکت لرونكې مياشت كښې د اتحاد و یووالي او ورورولۍ فضاء په ځائے ساتلو لپاره په مونږ ټولو د خپل منصب تر مخه لويه ذمه واري پرته ده ، مونږ له به د هېواد بقاءو استحکام او د خپلو نسلونو ترقۍ و خوشحالۍ لپاره خپل په زړه پوري كردار ادا کول وي ۔ پلاوي د محرم الحرام جلوسونو په لارو د ټریفک انتظام سم ساتلو او د اولس سهولت لپاره د متبادل لارو پرانستلو په ضرورت زور راوړو او د جلوسونو په وختونو په سختۍ سره د عمل درآمد باوري كولوم غوښتنه يې وكړه ۔ پلاوي د محرم الحرام په موقع د امن و امان لپاره پولیس ته د هر ممکن مرستې باور وركړو ۔په ملاقات كوونكو كښې وسیم اظهر ترابي، علامه سعید مرتضیٰ جعفري ، سید یوسف علي شاہ، سید جواد حسن کاظمي ، سید احمد حسن شاہ، سید عالم شاہ، نوازش علي ، سید فیصل کاظمي ، سید زوار حسین زیدي ، ایډوکیټ سید اصغر زیدي، ذوالقرنین، ملک چند علي او سید غزن کاظمي شامل وو ۔

مزید خبریں