پېښور ۔ 10 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفريدي په پېښور حسن خېل كښې د ترهګر بريد په نتيجه كښې د فېډرل كانسټېبلري 6 اهلكارو په شهادت غمرازي ښكاره كړې ده۔ د وزيراعلی هاؤس پېښور وياند له مخې وزيراعلی سهېل آفريدي ووئيل قام به د شهيد شوو اهلكارو قرباني تل ياد ساتي٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو قربانۍ د هېرولو نه دي۔ …
د خېبر پښتونخوا وزيراعلی په حسن خېل كښې ترهګر بريد كښې د فېډرل كانسټېبلري 6 اهلكارو په شهادت غمرازي
پېښور ۔ 10 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفريدي په پېښور حسن خېل كښې د ترهګر بريد په نتيجه كښې د فېډرل كانسټېبلري 6 اهلكارو په شهادت غمرازي ښكاره كړې ده۔ د وزيراعلی هاؤس پېښور وياند له مخې وزيراعلی سهېل آفريدي ووئيل قام به د شهيد شوو اهلكارو قرباني تل ياد ساتي٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو قربانۍ د هېرولو نه دي۔ ده ووئيل د هېواد دفاع لپاره ځانونه قربان كونكي زمونږ اتلان دي ٬ د شهيدانو د كورنيو غم كښې يو برابر شريك يوو۔ ده شهيدانو له د لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ ده ووئيل ترهګر عناصر د قوم حوصلې كمزورې كولې نه شي۔ د امن دښمنه عناصرو ناوړه عزائم به په هر صورت ناكامه كولې شي۔ ده ووئيل د امنيتي ځواكونو د مړانې او قربانيو له امله د ترهګرۍ په ضد جنګ به روان ساتلے شي۔ ده ووئيل قام د خپلو شهيدانو قربانيو ته سلام كوي۔ ترهګر ختمولو او تلپاتے امن باوري كولو له ټول قام يو موټے دے۔ ده ووئيل د شهيدانو وينه به بې ځايه نه ځي۔










