د اطلاعاتو صوبائي وزير د سېنټرل جېل پېښور دوره، د بنديانو د اصلاحي او فني فعاليتونو جاج يۍ واغست

پېښور ۔ 09 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير شفیع جان د سېنټرل جېل پېښور دوره وكړه او په بېلو بېركونو ،سېکشنز ،منشیات بحالی مرکز، كتابتون او پرېزن انډسټری كښې يۍ د بنديانو د اصلاحي او فني فعاليتونو جاج واغست۔ د اطلاعات څانګې له مخې صوبائي وزير ته د جېل انتظاميې لخوا بريفنګ وركړے شو۔ په دې موقع صوبائي وزير بنديانو سره ملاقات وكړو او هغوي …

پېښور ۔ 09 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير شفیع جان د سېنټرل جېل پېښور دوره وكړه او په بېلو بېركونو ،سېکشنز ،منشیات بحالی مرکز، كتابتون او پرېزن انډسټری كښې يۍ د بنديانو د اصلاحي او فني فعاليتونو جاج واغست۔ د اطلاعات څانګې له مخې صوبائي وزير ته د جېل انتظاميې لخوا بريفنګ وركړے شو۔ په دې موقع صوبائي وزير بنديانو سره ملاقات وكړو او هغوي څخه يۍ تپوس پوښتنه وكړه۔ صوبائي وزير په زندان كښې د آرټ او تخليفي فعاليتونو ، د آئی ټی او انګلش کورس كلاسونو او د رنځورانو وارډ معائنه هم وكړه او بنديانو ته د وركړې كېدونكي خوراك معيار ٬ مېنيو او د درملنو او بحالۍ آسانيو جاج واغست۔ په دې موقع صوبائي وزير ووئيل بنديان د ټولې ښه وګړي جوړولو كښې بايد هڅې كمې ونكړې شي۔ ده ووئيل صوبائي حكومت زندان يوازې قېدخانه نه بلكې د اصلاح ٬ تربيې او بحالۍ په مركزونو كښې بدلوي۔ ده د زندان عملې مسئلو په ترجيحي بنيادونو د حل كولو باور وركړو۔ په دې موقع ډی آئی جی جېل خانه جات بېت اے ہ خان، جېل سپرنټنډنټ وسیم خان او نور افسران هم موجود وو۔

مزید خبریں