د دوه آزاد كانديدانو پشمول د مسلم ليګ (ن) چوكۍ به11 شي ، نورو آزادو كانديدانو سره رابطه كښې يو: حافظ حفيظ الرحمن

  ګلګت 08 جون (اے پي پي)د ګلګت بلتستان پخواني وزير اعليٰ او پاکستان مسلم ليګ (ن) ګلګت بلتستان صدر حافظ حفيظ الرحمن وئيلي دي د ګلګت بلتستان په ټولټاكنو كښې دوه آزاد كانديدان كوم چې د مسلم ليګ (ن) حمايت سره کامياب شوي،شاملولو نه پس د ګوند د چوكو شمېره 24 كسيزه اسمبلۍ كښې 11 جوړيږي۔ ګلګت كښې ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د نورو آزادو كانديدانو سره …

 

ګلګت 08 جون (اے پي پي)د ګلګت بلتستان پخواني وزير اعليٰ او پاکستان مسلم ليګ (ن) ګلګت بلتستان صدر حافظ حفيظ الرحمن وئيلي دي د ګلګت بلتستان په ټولټاكنو كښې دوه آزاد كانديدان كوم چې د مسلم ليګ (ن) حمايت سره کامياب شوي،شاملولو نه پس د ګوند د چوكو شمېره 24 كسيزه اسمبلۍ كښې 11 جوړيږي۔ ګلګت كښې ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د نورو آزادو كانديدانو سره رابطه كښې يو هغوي سره خبرې اترې روانې دي۔ده ووئيل دا ځل ټاكنو كښې مخلوط مېنډېټ رامخې ته  شوې او دا مهال واضحه نه ده چې كوم يو ګوند سره په حتمي توګه څومره چوكۍ دي۔حافظ حفيظ الرحمن ووئيل هيله لرو چې راروانو يو دوه ورځو كښې به صورتحال نور هم واضحه شي او د مسلم ليګ (ن) چوكۍ به زياتي شي۔ ده ووئيل د مواصلاتي مسئلو له امله لرو سيمو څخه رابطو كښې ستونزو سره مخ يو دغسې اليکشن کمېشن تر اوسه په باضابطه توګه د کامياب كانديدانو حتمي فهرست نه دې جاري كړې۔ده ووئيل د ګلګت بلتستان ښه والي او جمهوري روايات له مخې د وفاقي حکومت په مرسته او سرپرستۍ كښې،د وزير اعظم پاکستان مياں شهباز شريف لارښودنه او قائد مسلم ليګ (ن) مياں نواز شريف په سپارښتنه د راروان حكومت جوړولو لپاره به د مشاورت عمل روان ساتلې شي

مزید خبریں