د خېبر پښتونخوا ګورنر  فيصل کريم کنډي د علامه سيد ساجد نقوي سره ملاقات

  اسلام آباد 07 جون  (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر  فيصل کريم کنډي د قائد ملت جعفريه علامه سيد ساجد نقوي سره ملاقات وكړو ٬ په دې مهال هېواد كښې د محرم الحرام په اړه د هېواد دښمنه عناصرو سازشونه شنډولو لپاره د روادارۍ اتحاد فضا زياته ضروري وګرځولې شوه۔د اتوار په ورځ د ګورنر آفس د اړخه جاري شوې بيان له مخې په پينډۍ كښې په شوي …

 

اسلام آباد 07 جون  (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر  فيصل کريم کنډي د قائد ملت جعفريه علامه سيد ساجد نقوي سره ملاقات وكړو ٬ په دې مهال هېواد كښې د محرم الحرام په اړه د هېواد دښمنه عناصرو سازشونه شنډولو لپاره د روادارۍ اتحاد فضا زياته ضروري وګرځولې شوه۔د اتوار په ورځ د ګورنر آفس د اړخه جاري شوې بيان له مخې په پينډۍ كښې په شوي ملاقات كښې د خېبر پښتونخوا او کرم په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔علامه سيد ساجد نقوي د کرم ځپليو له د هلال احمر خېبر پښتونخوا د لارې د مرستي په باوري كولو د ګورنر کردار وستائيلو۔ده ووئيل ايران امريکا جنګ بندۍ كښې چې څه ډول پاکستان کردار ترسره كوي په دې ملت اسلاميه فخر كوي او په دې اړه د پاکستان هڅو کاميابۍ لپاره لاس په دعا يو۔ملاقات كښې په دې اړه د هېواد سياسي او عسکري قيادت کردار ته پيرزوئنې وړاندې شوي۔