د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې د قومي اقتصادي كونسل غونډه

اسلام آباد۔22مئی  (اے پی پی) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې د قومي اقتصادي كونسل غونډه د جمعې په ورځ دلته وشوه۔ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې په ټولو صوبو او منطقو كښې د پرمختيائي ترجيحاتو منظوري وركړې شوه۔ د بيان له مخې په مهمو اقداماتو كښې د اېم اېل ون بشپړ ډیزائن، حوېلیاں ډرائی پورټ، …

اسلام آباد۔22مئی  (اے پی پی) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې د قومي اقتصادي كونسل غونډه د جمعې په ورځ دلته وشوه۔ د نائب وزيراعظم آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې په ټولو صوبو او منطقو كښې د پرمختيائي ترجيحاتو منظوري وركړې شوه۔ د بيان له مخې په مهمو اقداماتو كښې د اېم اېل ون بشپړ ډیزائن، حوېلیاں ډرائی پورټ، تر لواری ټنل كار رسول ، تھر کول رېل کنېکټېویټی، کچھی کېنال، خېبرپختونښوا د آبپاشۍ نظام ښه كول ، جناح هسپتال اسلام آباد، سندھ هیومن کېېیټل 1000 ډېز پروګرام، سندھ فلډ ری هېبیلیټېشن سپورټ او د ديامر باشا انتظامات شامل دي۔ په غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير، د پلاننګ اېنډ ډوېلپمنټ وفاقي وزير ، د پنجاب د منصوبه بندۍ وزير ، د سندھ د آبپاشۍ وزير ، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه ، د اقتصادي چارو ډويژن سېكرټري ، د روغتيا سېكرټري ، د پلاننګ سېكرټري او د نورو اړوندو وزارتونو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں