پیښور 22 ستمبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئيلي دي د جماعت اسلامي او پي ټي آئي په احتجاجونو كښې فرق دے٬د پي ټي آئي تاريخ د امناكه پاتې كېدو نه دے٬د يوې ورځې پرلت څخه د پاكستان قام ته نزدې د 120 اربه روپو زيان رسي كوم څخه چې سوداګر٬دكاندار٬تنخواه داره طبقه٬ايكسپورټرز او صنعتكار ځپلے كيږي٬د سياسي مقاصد ترلاسه كولو لپاره سړكونه …
د جماعت اسلامي او پي ټي آئي په احتجاجونو كښې فرق دے٬د پي ټي آئي تاريخ د امناكه پاتې كېدو نه دے٬د يوې ورځې پرلت څخه قام ته نزدې د 120 اربه روپو زيان رسي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ پرېس كنفرنس ته خطاب

مزید خبریں
پیښور 22 ستمبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئيلي دي د جماعت اسلامي او پي ټي آئي په احتجاجونو كښې فرق دے٬د پي ټي آئي تاريخ د امناكه پاتې كېدو نه دے٬د يوې ورځې پرلت څخه د پاكستان قام ته نزدې د 120 اربه روپو زيان رسي كوم څخه چې سوداګر٬دكاندار٬تنخواه داره طبقه٬ايكسپورټرز او صنعتكار ځپلے كيږي٬د سياسي مقاصد ترلاسه كولو لپاره سړكونه بندول او سوځولو اجازه وركولې نه شوو ٬كه چرې احتجاج كوي نو پېښور كښې دې وكړي او غوښتنې دې اولس ته وړاندې كړي٬د دې لپاره اسلام آباد ته راتلل ضرورې نه دي٬د پي ټي آئي صوبائي حكومت له د صوبې پرمختګ ته پام كول پكار دے٬تېرو 13 كلونو څخه د هغوي حكومت دے خو كوم په زړه پورې پرمختيائي كار په نظر رانغلو٬د صوبې وسائل په احتجاجونو جلسو جلوسونو الوځوي٬د فرانزك ليبارټريز لپاره هم خېبرپښتونخوا ته د پنجاب مرستې ضرورت رامخې ته كېدې شي٬وفاق نېشنل ايكشن پلان لپاره د خېبرپښتونخوا حكومت ته د اين ايف سي په مد كښې 7 نيم سوه اربه روپۍ وركړي د كومو چې هېڅ ريكارډ نشته۔ده د نهې په ورځ پېښور پرېس كلب كښې پرېس كنفرنس ته خطاب كولو۔په دې موقع پخوانې ګورنر او د مسلم ليګ(ن)لارښود اقبال ظفر جهګړا٬اختيار ولي خان٬ايم پي ايز طارق اعوان٬جلال خان٬علي خادم حسين او نور هم موجود وو۔ما د خېبرپښتونخوا خپلې دورې پیل د كوهاټ څخه كړے چرته چې هغه د كوهاټ په پېښه كښې د ژوبل شوو سره سي ايم ايچ كوهاټ كښې ملاقات وكړو۔ده ووئيل د ژوبل شوو كسانو حوصلې د ډاډ وړ وې۔خېبرپښتونخوا د بهادر خلقو خاوره ده او د هنګو او كوهاټ پېښو كښې ژوبل شوو كسانو د ترهه ګرۍ په ضد د جنګېدو عزم څرګند كړے۔ده ووئيل كوهاټ كښې د پولیس کانسټېبل شهید فهیم اللہ کور ته په تللو د هغه پلار د خپل يو زوي په شهادت هم د وياړ څركندونه كړې۔ وفاقی وزیر ووئيل ما د كوهاټ سیاسي و سماجي مشرانو، چیمبر آف کامرس او لائرز ایسوسی ایشن استازو سره هم ملاقاتونه كړي او د هغوي مسئلې مو اوريدلي۔ عطاء اللہ تارړ ووئيل پېښور پرېس كلب د رپورټنګ په اړه يو ځانګړے حیثیت لري۔ افغان جنګ او دغې نه پس د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د نړۍ لويو صحافتي ادارو نمائندګان پېښور ته راځي۔ده ووئيل د پېښور پرېس كلب د ترهه ګرۍ ښكار شوے او په دغه پېښه كښې وګړي شهيدان شوي وو دغسې د خېبر پښتونخوا خبريالانو هم د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې لويې قربانۍ وركړي دي ۔ وفاقی وزیر د ترهه ګرۍ له امله شهيدو شوو خبريالانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د پېښور پریس کلب صدر سره په دې اړه خبره شوې ٬ د سروس په مهال شهيدو شوو ورکنګ جرنلسټس او میډیا ورکرز فهرست به مرتب کولې شي،د هغوي د كورنيو صورتحال او اړوندو ميډيا ادارو د اړخه د هغوي د خيال ساتلو جاج به اخستلے شي دغسې چې د هغوي مرسته وكړې شي۔ده ووئيل ميډيا ادارو له به سرکاری اشتهارات وركولې شي،هغوي سره هم خبره كيدلې شي دغسې چې د شهيدانو د كورنيو کفالت لپاره پیکیج جوړ شي۔ده ووئيل د شهيدانو پیکیج او په دې مهال په حق رسيدلو خبريالانو لپاره د پیکیج په اړه به تګلاره جوړولې شي۔ وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ ووئيل د خبريالانو په هيلتھ انشورنس به هم په سمدستي توګه كار كولې شي او هڅه به كولې شي چې د پېښور وركنګ جرنلسټس لپاره زر تر زره كار پيل شي۔ده د پېښور پریس کلب کردار ستائيلو سره ووئيل پریس کلب قامی بیانیې او قومی معاملات په اړه متوازن کردار ترسره كوي دغسې دلته وركنګ جرنلسټس ههم قامي چارو او په خاص توګه د ترهه ګرۍ په ضد او په خاص توګه د ترهه ګرۍ په ضد رپورټنګ كښې كردار ترسره كوي۔ وفاقی وزیر ووئيل ما تيره ورځ په اكوړه خټك كښې د دارالعلوم حقانیه هم دوره كړې چرته چې زما د مهتمم مولانا راشد الحق او جمعیت علماء اسلام (س) امیر مولانا عبدالحق ثانی سره ملاقات شوے۔ده ووئيل پیغام امن کمېتۍ کوآرډینیټر علامه طاهر اشرفي او ټول مکاتب فکر علماء کرام هم هلته وو دغسې د دین اسلام د اصل روح له مخې چارې مخ په وړاندې بوتللو په اړه مثبت خبرې اترې شوي۔ده ووئيل د اکوړہ خټك دورې په مهال مفتی محمد ادریس، مولانا حامد الحق او مولانا سمیع الحق شهید لپاره دعا وشوه او د جامعه د بيلو برخو دوره هم وكړې شوه ۔ عطاء اللہ تارړ ووئيل د پاكستان ريډيو پیښور څاڼګې ودانۍ كومه چې د 9 مئی پېښي په مهال سوزولې شوي وه،د وزیراعظم په سپارښتنه په 6 مياشتو كښې بشپړولو سره بيا فعاله کړې شوې۔ ده ووئيل ریډیو پاکستان كښې جدید سټوډیوز شته او د پېښور پريس كلب خبريال پوډکاسټس لپاره د دغه سټوډیوز څخه استفادہ کولې شي۔ده ووئيل د ریډیو پاکستان ډي جي ته سپارښتنه شوې چې خبريالانو له د سټوډیوز آسانۍ وركولو لپاره په سمدستي توګه تګلاره جوړه كړي۔ ده ووئيل ریډیو پاکستان يوه قامي اثاثه ده او د دې دروازې د خبريالانو لپاره پرانستي دي۔ عطاء اللہ تارړ ووئيل خېبر پښتونخوا كښې تعمیر و پرمختګ ته پام لرني كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل 12 كاله ډيره موده وي، صوبه كښې ښو روغتونونو، یونیورسټیيو ، کالجونو، سکولونو، صحت سهولیات، د څښلو اوبو ، پلونو او سړكونو پشمول پرمختيائي پروژو ته اړتيا ده۔دلته حکومت بايد دې مسئلو ته پام لرنه كوي۔ وزیراعظم شهباز شریف د جماعت اسلامی امیر حافظ نعیم الرحمن سره ټیلیفوني رابطې په اړه د پوښتني په ځواب كښې وفاقی وزیر ووئيل وزیراعظم هغه ته وئيلي دي چې موټر سائیکل، چنګ چی، رکشه او تر 800 سي سي ګاړو لپاره پټرول ریلیف وركړے كيږي۔ده ووئيل دا د اربونو روپو ریلیف دے كوم چې ټول هېواد كښې وركړے كيږي۔ ده ووئيل حافظ نعیم الرحمن لانګ مارچ موخر کولو په اړه د مشاورت خبره كړې دغسې د وزیراعظم هېواد ته په راستنيدو به د جماعت اسلامي قیادت د هغه سره ملاقات كوي۔د پی ټی آئی چیئرمین بیرسټر ګوهر په اړھ د پوښتني په ځواب وفاقی وزیر ووئيل هغه يو ښه پارلماني غړے دے خو دا پوښتنه شته چې د څه پريكړي اختیار هم لري كنه يا په كومه پريكړه د عملدرآمد اختيار لري ؟۔ده ووئيل د خېبر پښتونخوا سرکاري وسائل د اولس وسائل دي او دا بايد د سياسي احتجاج لپاره استعمال نه كړې شي۔ده ووئيل د جماعت اسلامی احتجاج او د پتي ټي آئي په احتجاج كښې لوي فرق دے۔ د پي ټي آئي احتجاج په مهال ميرمني خبريالاني ځورونو ، اړي ګړي او سركاري املاك ته د زيان رسولو پېښي رامخې ته كيږي۔ د هغوي امناكه پاتي كيدو تاريخ نه لري۔ وفاقی وزیر ووئيل د خېبر پښتونخوا حکومت د اړخه وفاق څخه د وسائل نه ترلاسه كيدو منفی بیانیه جوړه شوې خو حقیقت دا دے چې د کائونټر ټیررازم په لړ كښې د این ایف سي ترمخه صوبې له هر كال برخه وركړې كيږي،ده پوښتنه وكړه چې د این ایف سي ترمخه ترلاسه كيدونكې روپۍ په امن و امان كوم ځائے خرڅ كيږي بايد د هغې حساب وركړے شي۔ ده ووئيل د پي ټي آئي په صوبه كښې حکومت دے ، د امن و امان ذمه واري د چا وه ؟ لاهور ریګل چوك كښې کیپټن مبین شهید شوے او هلته د سیف سټی کیمرې په مرسته ځانمرګې بريد كونكے هینډلر نيولے شوے۔د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره دغه څيزونو ته اړتيا ده ، صوبائی حکومت چري هم د سیف سټی کیمرے لګولو خبره نه ده كړې۔ده ووئيل وفاقي حکومت سیف سټی او د سي ټي ډي پشمول بيلو څانګو كښې مرستي له چمتو دے۔د اوړو وركولو په اړه د پوښتني په ځواب وفاقي وزير ووئيل تير وخت كښې د ګاړو او اوړو تروړو ټریکنګ موثر نظام نه ؤ چې له امله ئې د غنمو او اوړو ترسيل كښې د بے ضابطګیو امکانات وو۔ده ووئيل اوس چیك اینډ بیلنس نظام وضعه شوے دغسې چې حاجتونه پوره شي او د اوړو په نوم منافع خوری نه وي۔د افغانستان په اړه وفاقي وزیر ووئيل پاکستان د ګڼ شمير افغان كډوالو كوربتوب كړے او د خېبر پښتونخوا اولس هم د هغوي لپاره زړونه او كورنه پرانستلي وو۔ده ووئيل پاکستان چري هم د هغه كوربتوب احسان پرې نه كوي خو د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد استعماليدل د تشویش خبره ده۔ده ووئيل د وزیراعظم په سپارښتنه د فلسطین د میډیکل زدكوونكو له پاکستان كښې تعلیم وركړے كيږي۔







